د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې د یو شمېر ځوانو فعالانو او په بهر کې د یادې سیمې د مساپرو په مالي ملاتړ یو تفریحي پارک جوړ کړی چې هر مازیګر ورته لسګونه کسان د تفریح او دمې لپاره ورځي.
یاد پارک چې په اتنیم جریبه ځمکه جوړ شوی، اوسمهال يې نیالګیو لږ لږ سیوري کړي خو چمنونه يې پوره شنه او زرغون شوي دي او د همدې سیمې د غرونو له تیږو پکې په ښکلي ډیزاین لارې جوړې شوې دي.
د سیمې خلک د دې پارک په جوړولو خوشاله دي. د ورزې د سیمې اوسیدونکي نوروز محبت مشال راډیو ته وویل:"په دغه ځای باندې د خلکو د ارامتیا لپاره، د ځوانانو د مېلو لپاره او د شپنیو ناستو لپاره مو ټولو کلیوالو په ګډه دا پارک جوړ کړی، کلیوال دې ځای ته راځي، تفریح کوي او خپل فکرونه بدلوي."
د خوست د نورو ولسوالیو او سیمو په شان د ورزي لسګونه ځوانان او اوسیدونکي هم په بهر په ځانګړې ډول عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي، چې په ټولنیزو فعالیتونو کې يې د سیمه والو مالي ملاتړ کړی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی مصطفی مسرور وايي، دوی په راتلونکې کې هم داسې مرستو ته تیار دي. نوموړی زیاتوي:"پر دې سربیره چې د دې پارک په جوړولو کې مو د خپل کلي له اوسیدونکو او ځوانانو سره مالي مرسته کړې ده، د نیالګیو او لارو په جوړېدو او په دې ځای کې د ټن غر د کلنۍ مشاعرې د جوړولو په برخو کې مو هم مرسته کړې او کوو يې."
د ورزې د سیمې پارک ته له ځايي خلکو سربیره د خوست د نورو سیمو خلک هم د تفریح او وخت تیري لپاره ورځي او وايي په دې سره د نورو سیمو خلک هم هڅیږي، چې په خپلو سیمو کې دا ډول تفریحي ځایونه جوړ کړي.
د غزني ولایت یو اوسیدونکي عزت الله وویل:"ډېر ښه پارک جوړ شوی، ښه د ساعتیرۍ ځای دی، ښه هوا لري، ښه چمنونه لري، موږ به مخکې د ښار پارکونو، ځاځي میدان او ځینو نورو سیمو ته تلو، خو اوس خپلو ملګرو سره دلته تفریح او سوباتونه کوو."
بل لوري ته خوستي فعالان هم د پارکونو او شنو سیمو جوړول د ځوانانو د انسجام او یووالي، د خلکو تر منځ د اړېکو د ټېنګښت او د سیلګرۍ د دود په ترویجولو کې مهم بولي.
مدني فعال نقیب الله ځلاند وویل: "د دې کلي له ځوانانو او مشرانو باید مننه وشي، چې د سیمې د ښکلا لپاره یې داسې نووښت کړی او نورو ته يې د دا ډول فعالیتونو فکر ورکړ."
یاده دې وي چې په خوست کې په ځانګړې ډول د ځوانانو په مینځ کې د سیلګرۍ دود په چټکۍ خوریږی او دوی هڅه کوي، چې په ځینو ملي او مذهبي مناسبتونو او د جمعې ورځې په ګډون د نورو ورځو په رخصتیو کې تفریحي سیمو ته ولاړ شي او هلته میلي او سوباتونه وکړي.