د بلوچستان په اواران کې يو ځايي خبریال عبدالطیف بلوچ په خپل کور کې وژل شوی دی.
ډېلي انتخاب ورځپاڼې د مې په ۲۴مه خبر ورکړی چې بلوچ د دوی خبریال وو. د ورځپاڼې په وينا وسله وال سهار وختي د اواران په مشکۍ کې د هغه کور ته ورغلي او نوموړی یې داسې مهال وژلی چې هغه ويده وو. ورځپاڼې پر چارواکو غږ کړی چې خبریالانو ته دې خوندي چاپيريال برابر او د بلوچ قاتلين دې ونیسي.
د بلوڅانو د حقونو لپاره کار کوونکې، بلوچ يکجهتي کمېټې په يوه خبرپاڼه کې دعوه کړې چې عبدالطیف بلوچ د پاکستاني ریاست سره تړلو وسله والو په نښه کړی او وژلی دی. تر اوسه د بلوچستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو ډان ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله خبر ورکړی چې پر هغه خبریال بریدکوونکي، وسلوال تښتوونکي وو چې د نوموړي د وړلو کوښښ یې کاوه. د ورځپاڼې ترمخه، کله چې عبدالطیف بلوچ مقاومت وکړ نو وسله والو نوموړی وواژه.
په بلوچستان کې د خبریالانو اتحادیې دا وژنه غندلې ده. هغې اتحادیې د مې په ۲۵مه په يو بیان کې وويل چې د عبدالطیف وژل د خپلواکو غږونو د خاموشه کولو کوښښ دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بلوچستان ځينو خبریالانو پر اېکس ليکلي چې عبدالطیف بلوچ ته له ډېر وخت راهیسې ګواښونه کېدل او څه موده مخکې یې يو زوی هم تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی وو.