د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی.
د ځايي خلکو په وينا د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د یوه کور څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل شول.
پرلتوالو د مې له ۱۹مې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې دي.
هغوی وايي چې احتجاج به يې تر هغه وخته روان وي، تر څو حکومت او پوځ "پوخ ډاډ" نه وي ورکړی چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.
د پرلت یو مشر ملک نثار علي خان د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، پوځ په وار وار ژمنه ورسره کړې ده چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي، خو د هغه په وينا، وروسته بل برید وشي او نور ولسي کسان پکې په نخښه شي.
د پرلت یو بل ګډونوال رحمت سلام بيا مشال راډیو ته وویل چې د ماشومانو مړي له دې امله نه ښخوي چې امنيتي ادارو او نړۍ ته وښيي چې "تنکي ماشومان خو ترهګر نه دي، نو بيا په کومه ګناه وژل کېږي؟"
په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی او صوبايي وزیر نېک محمد خان وايي، دا ډول بریدونه چې ولسي کسان پکې په نخښه کېږي، هېچا ته د منلو وړ نه دي.
نوموړي د مې پر ۲۰مه په یو بیان کې وويل: "په ډرون بریدونو کې د ماشومانو د وژلو غندنه کوو. پوځ دې عملیات له ابادۍ ليرې ځایونو کې وکړي."
په عين حال کې ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په شمالي وزیرستان کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.
بلخوا په ټولنيزو شبکو کې هم په دې اړه تاوده بحثونه روان دي.
بل پلو د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۱مه په خپاره کړي بيان کې ادعا کړې ده چې هغه بريد د پاکستان پوځ نه، بلکې وسلوالو طالبانو کړی دی. خو تر اوسه لا هېڅ وسلوالې ډلې د پوځ د دغه چارواکي د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي او نه هم مشال راډيو په خپلواک ډول د دې پخلی کولی شي.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د پرلت ځای ته یې د مشرانو یوه جرګه استولې ده او هڅه کوي چې خلک مطمین او ستونزه هواره کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عام خلک وژل کېږي.
د روانې مې مياشتې په نيمايي کې د جانېخیلو ولس په بنو کې د هغه ډرون بريد پر ضد پرلت وهلی وو چې په يو کور کې یې ۱۵ ماشومان ژوبل کړل. خو تر يوې اونۍ احتجاج وروسته ورسره ځايي انتظامیې مذاکرات وکړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسي وګړيو خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي. بلخوا پوځ ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.