د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي مشران وايي چې د پرلتوالو، انتظامیې او پوځ ترمینځ د خبرو لومړی پړاو "بې نتیجې" پای ته رسېدلی دی.
پرلتوالو نن (د مې پر ۲۳مه) مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۲۲مه د پرلت ځینو مشرانو، د شمالي وزيرستان له انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم او په ميرامشا کې د پوځ له مشر مېجر جنرال عادل افتحار وړایچ سره لومړۍ ناسته وکړه.
له پوځي او انتظامي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د پرلت یو مشر مولانا بیت الله د مې پر ۲۲مه پرلتوالو ته په وينا کې وويل چې له هغوی سره يې خبرو کومه نتيجه نه ده ورکړې.
نوموړي زياته کړه: "موږ پوځ او انتظاميې ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې، هغوی وخت وغوښت خو پوخ ډاډ یې نه دی راکړی. که زموږ غوښتنې ونه منل شوې نو د ماشومانو له جسدونو سره به اسلام اباد ته ځو."
مولانا بيت الله وويل چې د دوی په غوښتنو کې دا خبره هم شامله ده چې د میرلي د پوځ بریګیډیېر او د هغه د مرستیال پر ضد دې د پلټنې کمېشن جوړ کړل شي: "که جرم ورباندې ثابت شو، نو د پوځ تر قانون لاندې دې سزا ورکړل شي، خو د اوس لپاره دې هغوی له ميرلي بدل کړل شي."
مشال راډیو لا تر اوسه په دې اړه د انتظامیې او پوځ دریځ نه دی تر لاسه کړی چې هغوی د مې د ۲۲مې د مذاکراتو په اړه څه وايي؟
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی.
د ځايي خلکو په وينا د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د یوه کور څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل شول.
پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې دي.
هغوی وايي چې احتجاج به يې تر هغه وخته روان وي، تر څو حکومت او پوځ "پوخ ډاډ" نه وي ورکړی چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.
د پرلت یو مشر ملک نثار علي خان د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، پوځ په وار وار ژمنه ورسره کړې ده چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي، خو د هغه په وينا، وروسته بل برید وشي او نور ولسي کسان پکې په نخښه شي.
د پرلت یو بل ګډونوال رحمت سلام بيا مشال راډیو ته وویل چې د ماشومانو مړي له دې امله نه ښخوي چې امنيتي ادارو او نړۍ ته وښيي چې "تنکي ماشومان خو ترهګر نه دي، نو بيا په کومه ګناه وژل کېږي؟"
بلخوا پرلت ته په وينا کې له شمالي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته متخب غړي مولانا مصباح الدین خپله وینا کې وويل چې ځايي ولس دې د پوځ تر څنګ د وسلوالو خلاف هم غږ پورته کړي.
خو په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې بيا د شمالي وزیرستان د خلکو استازی او صوبايي وزیر نېک محمد خان وايي، دا ډول بریدونه چې ولسي کسان پکې په نخښه کېږي، هېچا ته د منلو وړ نه دي.
نوموړي د مې پر ۲۰مه په یو بیان کې وويل: "په ډرون بریدونو کې د ماشومانو د وژلو غندنه کوو. پوځ دې عملیات له ابادۍ ليرې ځایونو کې وکړي."
په عين حال کې ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په شمالي وزیرستان کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.
بل پلو د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۱مه په خپاره کړي بيان کې ادعا کړې ده چې هغه بريد د پاکستان پوځ نه، بلکې وسلوالو طالبانو کړی دی. خو تر اوسه لا هېڅ وسلوالې ډلې د پوځ د پوځ د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي او نه هم مشال راډيو په خپلواک ډول د دې دعوې پخلی کولی شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عام خلک وژل کېږي.
د روانې مې مياشتې په نيمايي کې د جانېخیلو ولس په بنو کې د هغه ډرون بريد پر ضد پرلت وهلی وو چې په يو کور کې یې ۱۵ ماشومان ژوبل کړل. خو تر يوې اونۍ احتجاج وروسته ورسره ځايي انتظامیې مذاکرات وکړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسي وګړيو خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي. بلخوا پوځ ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.