چارواکي وايي د سوات شفتالو هر کال شاوخوا ۱۵ اربه روپۍ کاروبار کوي
په سوات کي د شفتالانو (شلتالانو) مېوه رسېدلې او په باغونو کې ګڼ کاريګر مېوه شوکوي او منډيو ته يې لېږي. د باغونو مالکان وايي چې سږ کال فصل ښه شوی دی، خو نوي بازارونه موندل په کار دي. بلخوا د سوات د کرنې ادارې چارواکي وايي چې د سوات شفتالو هر کال تر ۱۵ اربه روپيو پورې کاروبار کوي او دوی له کروندګرو سره مرسته کوي. ويډيو رپورټ.