د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او بنګلادېش لوبډلې نن وروستۍ لوبه کوي


 د پاکستان او بنګلادېش لوبډلې په قذافي مېدان لوبه کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان او بنګلادېش لوبډلې په قذافي مېدان لوبه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان او بنګلادېش ملي کرکټ لوبډلې نن د جون پر لومړۍ نېټه د کرکټ په درېمه او وروستۍ ۲۰ اووریز لوبه کې يو بل ته مخامخيږي.

ټاکل شوې چې دا لوبه به د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور پر وخت ماښام اته او د کابل پر اونيمو بجو پيليږي.

د درې شل اوريزه لوبلړۍ لومړۍ دواړه لوبې پاکستان ګټلې دي. د مې پر ۳۰مه شوې سیالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په زيان ۲۰۱ منډې وکړې. په ځواب کې د بنګلادېش ټول لوبغاړي د ۱۹ اوورو تر لوبولو وروسته وسوځېدل او ۱۴۴ منډې يې وکړې.

تر دې وړاندې، د مې پر ۲۸مه هم پاکستان بنګلادېش ته په لومړۍ ۲۰ اووره لوبه کې په ۳۷ منډو ماتې ورکړې وه.

په پاکستان کې تر دې وړاندې، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو سیالۍ تر سره شوې چې پايلوبه يې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه. په هغه سيالۍ کې لاهور قلندرز کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سياليو اتله شوه.

XS
SM
MD
LG