د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلي دي


په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې زیاتې شوې دي.
په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې زیاتې شوې دي.

د بلوچستان صوبې مرکزي ښار کوټې ته نژدې د سرې غوړګۍ کلي په منګله کې بمي چادودنې لږترلږه دوه تنه وژلي دي.

د کوټې پولیسو ویلي چې د مې پر ۳۱ مه پر یوه موټر بمي چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې په موټر کې سپاره د سردار عبدالسلام بازي او سردار عبدالنافع بازي په نامه کسان وژل شوي او ۷ نور کسان ژوبل شوي دي.

د دې پښي په اړه د بلوچستان حکومتي ترجمان شاهد رند د مې پر ۳۱ مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې "د منګلې پېښه یوه دردناکه پېښه ده چې دوه کسان پکې وژل شوي دي."

د شاهد رند په وینا، "د دې پېښې به رڼې پلټنې کیږي او په پېښه کې تورنو ته به سزا ورکول کیږي."

پولیسو او د وژل شویو خپلوانو ویلي چې دې کسانو ته خبر ورکړل شوی وو چې د دوی د کویلې پر کان پراته مشینونه سوځول شوي دي او دوی پر هغه خوا روان وو چې د سړک پر غاړه ښخ کړل شوی بم ورباندې چاودلی دی.

پولیس وایي چې د دې پیښي په اړه یې پلټنې پېل کړي دي. خو ددې پېښي ذمواري لا چا پر غاړه نه ده اخستې.

بلخوا د مې پر ۳۱ مه د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه مستونګ کې وسلوالو هلته پر ولي خان نومي لیویز تاڼه برید کړی او ورسره یې د لیویزو موټر ته هم اور اچولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښي زیاتې شوي دي. په دې کې د زیاتره پېښتو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې دي.

د مې پر ۳۰ مه د شپې وسلوالو د بلوچستان په سوراب ضلع کې ښار ته ننوتي و چې سرکاري ودانیو، موټرو او د پولیسو او لیویزو تاڼو ته یې اور ورته کړی و او د هغه ضلعې ایډیشنل ډیپټي کمشنر هدایت الله بلیدي یې وژلی وو.

د هغو بریدونو زمه واري د بلوڅ بېلتون غوښتنکې وسله والې ډلې ( بلوڅ لېبریشن ارمي) په غاړه اخستې وه. د پاکستان حکومت د دې ډلو په ګډون ټولې وسله والې ډلې ترهګرې بولي خو دوی ځان ته د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي وايي.

په عین وخت کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کړی چې هلته د تلپاتې سولې او سوکالۍ لپاره د پاکستان د حکومت او وسله والو ځواکونو سره همکاري وکړي.

د پاکستان سرکاري راډيو وايی چې شهباز شریف د مي پر ۳۱مه په کوټه کې یوې لویې جرګې ته په وینا کې وویل چې د دوی په وینا، "د وینې تږي ترهګر د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ دښمنان دي، او موږ باید د دوی ناوړه پلانونه په یووالي سره مات کړو."

وزیراعظم زیاته کړې چې "نه د بلوچستان خلک او نه هم د پاکستان حکومت او وسله وال ځواکونه ترهګر زغملای شي.

هغه وویل چې راځئ چې لاسونه سره یو کړو ترڅو هغه وروڼه بیرته په ملي بهیر کې راولو چې د ده په وینا، " ګمراه شوي دي."

هغه د جرګې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي ترڅو هر ډول شکایتونه حل شي.

شهباز شریف په وینا کې دا هم وویل چې د وفاق له خوا د پرمختیا په راتلونکي ۱۰۰۰ اربه روپیو بودیجه کې ۲۵۰ اربه روپۍ د بلوچستان لپاره ځانګړې شوې دي.

که څه هم د پاکستان مرکزي او د بلوچستان صوبايي حکومت دعوه کوي چې دوی د یادې صوبې د پرمختګ لپاره هره ممکنه هڅه کوي خو په تېرو څو میاشتو کې د بلوچستان په ګڼو ضلعو کې داسې پېښي رامنځ ته شوې دي چې سرکاري ودانیو او سرکاري موټرو ته اور ورته کیږي او په بمي چاودنو کې امنتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG