د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي کې نن د عرفې او سبا د لوی اختر ورځ ده


د عرفات غونډۍ
د عرفات غونډۍ

په سعودي عرب او د نړۍ په نږدې ټولو اسلامي هېوادونو کې د جون شپږمه د لوی اختر ورځ ده.

نن د جون په پینځمه په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.

دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان پکې د عرفات غونډۍ او شاوخوا دښتو کې راټولېږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تېروي.

پر عرفات درېدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتې شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسېدو هڅې کوي.

حاجیان له لمر لوېدو وروسته مزدلفې ته روانېږي او د جون پر شپږمه چې د جمعې ورځ به وي د لوی اختر لمونځ کوي.

سږکال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نږدې یو نیم مېلیون مسلمانان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د حج د مراسمو لپاره ۳۰،۰۰۰ حاجیان له افغانستانه ورغلي دي.

روان کال سعودي عرب پاکستان ته د نېږدې ۱۸۰،۰۰۰ حاجیانو لپاره ونډه ورکړې وه. له دې شمېرې ۹۰،۰۰۰ کسان د سرکاري سکیم له لارې او پاتې ۹۰،۰۰۰ کسان د شخصي سکيم له لارې حج ته ځي. خو په شخصي سکیم کې تر اوسه یوازې ۲۳،۰۰۰ کسانو ته د حج اجازه ورکړل شوې ده او پاتې ۶۷،۰۰۰ کسان لا بې برخليکه پاتې دي.

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د جون پر شپږمه د لوی اختر ورځ ده، د پاکستان حکومت او همدا رنګه په افغاستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې دوی به د جون پر شپږمه د عرفې او پر اوومه د لوی اختر ورځ لمانځي.

حج عموماً د هجري قمري کال د ذوالحجې میاشت پر اتمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشت پر ۱۲مه پای ته رسي.

د ذوالحجې پر نهمه د عرفات ورځ د حج تر ټولو مهمه ورځ وي او په سبا یې لوی اختر پیلېږي چې پکې حاجیان او د نړۍ د نورو هېوادونو وس لرونکي مسلمانان د څارویو قرباني ورکوي.

XS
SM
MD
LG