په افغانستان کې د خوست ولایت چارواکو د لوی اختر په مناسبت ۱۳۴ کسان خوشې کړي او د ۱۹۹ نورو کسانو د بند موده یې کمه کړې ده.
د خوست چارواکي وايي دا پرېکړه د جون پر پینځمه نېټه شوې ده چې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده او په سبا یې د لوی اختر مراسم پر ځای کېږي. خو په افغاستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې دوی به د جون پر شپږمه د عرفې او پر اوومه د لوی اختر ورځ لمانځي.
په افغانستان کې عموماً اخترونو او ځینو ملي مناسبتونو کې د چارواکو لخوا یو شمېر بندیان چې جرمونه یې درانه، نه وي خوشي کیږي او د ځینو نورو بیا د بند په موده کې کموالی راځي.
د خوست له مرکزي زندان څخه ازاد شوي بندیان وايي، دوی دا ځل ټولنې ته په یو نوي او مثبت فکر ورځي او د مزاحمتونو د ایجاد پر ځای به خپلو خلکو سره د امکان تر کچې مرسته کوي.
د مسوولینو په وینا، چې اوسمهال په زندان کې پر کسبونو د بندیانو د سمبالښت لپاره د حرفوي زده کړو یو شمېر پروګرامونه روان دي تر څو هغوی په راتلونکې کې د کار او کسب له لارې خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي. ازاد شوي بندیان دا کورسونه د ځان لپاره ډېر ګټور بولي.
د خوست د زندان مشر ذبیح الله طلحه وايي، دوی نه یوازې دا چې له زندانیانو سره ښه چلند کوي، بلکې هڅه یې ده چې د بیلابیلو روزنیزو پروګرامونو له لارې هغوی د سالمو کسانو په توګه ټولنې ته ستانه شي.