د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي پخوانی سېنېټر عباس اپرېدی د ګېس چاودنه کې وژل شوی دی


عباس اپرېدی - پخوانی انځور
عباس اپرېدی - پخوانی انځور

د کوهاټ پولیس وايي، پخوانی سېنېټر او وفاقي وزیر عباس اپرېدی د ګېسو په چاودنه کې له ژوبلېدو وروسته د سختو ټپونو او سوزېدو له وجې مړ شوی دی.

د کوهاټ د پولیسو مشر (ډي پي او) ډاکټر زاهد د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې عباس اپرېدی تېره ورځ په بابري بانډه کې په خپله حجره کې ناست وو چې د ګېسو د اخراج له وجې چاودنه وشوه چې پکې عباس اپرېدی او درې نور کسان ژوبل شول. پولیس وايي دا نور کسان د عباس اپرېدي ملګري ول.

د پولیسو په وینا عباس اپرېدی د درملنې لپاره لومړی د کوهاټ پوځي روغتون (سي اېم اېچ) ته ورسول شو خو ډاکټرانو یې وضعیت نازک وښود او سپارښتنه یې وکړه چې نوموړی باید زر تر زره د لازمې درملنې لپاره د پنجاب په کاریا سیمه کې د سوزېدلو کسانو د درملنې روغتون ته ورسول شي.

د عباس اپرېدي کورنۍ وايي نوموړی یې د درملنې لپاره د کاریا روغتون ته ورساوه خو د جون پر شپږمه یې د سختو ټپونو له وجې ساه ورکړه.

عباس اپرېدی د کوهاټ د یوې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري. د هغه پلار هم سېنېټر وو چې شمیم اپرېدی نومېږي. شمیم اپرېدی یو مهال د جمهوري وطن پارټۍ د مالیاتو سکرتر او د نواب اکبر خان بګټي نږدې ملګری وو.

د عباس اپرېدي مشر ورور امجد اپرېدی نومېږي چې د خیبر پښتونخوا پخوانی صوبايي وزیر پاتې شوی دی. که څه هم د عباس اپرېدي پلار او ورور د پاکستان پیپلز ګوند برخه دي خو دی پخپله د پاکستان مسلم لیګ (نون) ګوند سره ملګری وو.

عباس اپرېدی د پاکستان د سېنېټ پخوانی غړی هم پاتې شوی دی او له ۲۰۱۴ز تر ۲۰۱۵ز کاله پورې د پاکستان د وفاقي کابینه کې وزیر هم پاتې شوی دی.

د عباس اپرېدي کورنۍ او په ځانګړي توګه ده پخپله د سیاست ترڅنګ په تجارت کې هم نوم لرلو او یوه له هغو کورنیو ده چې حکومت ته زیاته مالیه (ټېکس ورکوي)

نوموړی به د جون پر شپږمه د کوهاټ په بابري بانډه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

XS
SM
MD
LG