اوکراین وايي روسیې په سر ښار کییف باندې د میزایلو او ډرونونو بریدونه کړي دي چې پکې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او ۴۹ نور ژوبل دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو وايي چې روسیې د جون د پینځمې او شپږمې نېټې په منځنۍ شپه په کییف ښار باندې د ډرونونو او میزایلو بریدونه ترسره کړي دي. نوموړي د جون پر شپږمه پر ټیلیګرام لیکلي: "په سر ښار کییف کې د څلورو کسانو وژنه تایید شوې ده، په ډېرو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري."
راپورونه وايي دغو بریدونو څو ساعته دوام وکړ او روسیې پر کییف د کروز میزایلو او کامیکاز ډرونونو بریدونه ترسره کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي وايي روسیې پر دوی د ۴۰۰ ډرونونو او ۴۰ میزایلو بریدونه ترسره کړي دي. نوموړي پر اېکس لیکلي: روسیه له خپلې تګلارې نه اوړي او یو وارې بیا یې پر ښار او ولسي خلکو برید ترسره کړی دی. د نوموړي په وینا تر اوسه دوی د ۴۹ کسانو ژوبلېدل تاییدوي خو کېدای شي دا شمېره لوړه شي.
زېلېنسکي پر نړېوالې ټولنې او په ځانګړې ډول پر امریکې غږ وکړ چې د روسیې پر ضد دې له سختۍ کار واخلي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جون پر څلورمه نېټه ویلي وو چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ګواښ کړی دی چې د اوکراین لخوا پرې د ترسره شوي برید د غچ اخیستو لپاره به بریدونه کوي.
اوکراین د جون په دویمه نېټه ادعا کړې وه چې په روسیه کې دننه یې ډرون بريدونه ترسره کړي دي. اوکراین ادعا کړې وه چې په دغو ډرون بریدونو کې یې د روسیې لسګونه الوتکې وېجاړې کړې دي. د روسیې دفاع وزارت هم د جون په دویمه تایید کړې وه چې په پينځو بېلا بېلو سیمو کې یې هوايي اډې په نښه شوې دي.
تر هغې وروسته د جون پر څلورمه اوکراین د روسیې او کرایمیا ترمینځ د مهم پل د نړولو ادعا کړې وه. اوکراین ویلي وو چې د کرچ په نوم د دې مهم پل بنیادونو ته د زیان رسولو لپاره یې ۱۱۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي مواد کارولې ول. کرایمیا چې د اوکراین یوه برخه وه، روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې په غیرقانوني ډول له ځانه سره وتړله. د کرچ پل له لارې روسیه کرایمیا ته اکمالات کوي او د پل نړېدل دوی له اوکراین سره په جنګ کې له ننګونو سره مخامخ کولی شي.
د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هڅو د روسیې او اوکراین ترمینځ د اوربند لپاره هلې ځلې هم روانې دي او د دواړو هېوادونو استازو تر اوسه دوه وارې د ترکیې په اسانبول ښار کې سره کتلي دي خو خبرو یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.
روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.