د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او اسراییل پر یو بل د توغندیو بریدونه جاري ساتلي دي

تازه شو

د اسراییلو په تل ابیب ښار کې د ایران په توغندیو لګېدلې ودانۍ انځور
د اسراییلو په تل ابیب ښار کې د ایران په توغندیو لګېدلې ودانۍ انځور

په داسې حال کې چې د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران پر ضد د نورو بریدونو هوډ ښودلی دی، ایران په اسراییلو نور توغندي ورولي دي.

اسراییل وايي، که د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي په امر پر دوی د توغندیو برید ته دوام ورکړل شو نو دوی به تهران په اور وسوځوي.

د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز د جون پر ۱۴مه وویل، ایران به د هغو بریدونو ځواب خامخا وویني چې د اسراییلو پر ولسي کسانو یې کوي.

اسراییلي چارواکي وايي ایران د هغوی په تل ابیب، بیت المقدس او حیفه ښارونو باندې بیلیسټیک توغندي ورولي دي، د هغوی د توغندیو ضد نظام د ډېرو توغندیو مخه نیولې ده خو ځیني توغندي په ودانیو لګېدلي دي چې مرګژوبله یې رامنځ ته کړې ده.

په اسراییلو کې د ژغورنې ډلې چارواکي وايي دایران د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي هم دي.

تر دې وړاندې تېره شپه په اسراییلو کې د ژغورنې ډلې چارواکو ویلي وو چې پر تل ابیب ښار د ایران لخوا په توغول شویو توغندیو لږ تر لږه ۳۴ کسان ژوبل شوي او ځینې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګه (راډیو فردا لیکي) چې ایران د جون پر ۱۳مه پر اسراییلو ځوابي برید کې ۲۰۰ بیلیسټیک توغندي توغولي دي او په تل ابیب ښار کې یوه لویه چاودنه هم شوې ده.

اسراییلي پوځ نن د جون پر ۱۴مه وویل چې هغوی په ایران کې دننه لسګونه هغه ځایونه په نخښه کړي دي چې د اسراییلو پر ضد ترې د راکټو فایرونه کېدل. دوی دا هم ویلي چې په تهران کې یې د ایران پر هوايي دفاع بریدونه کړي دي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییلو له برید نه وروسته وویل، اسراییل د خپل ترسره کړي "ستر جنایت" نه خلاصون نه شي موندلی.

په ورته وخت کې د ایران د مسلح ځواکونو ویاند هم د جون پر ۱۴مه نېټه ویلي دي چې د اسراییلو پر ضد د ایران د توغندیو برید د هغوی د عملیاتو یوه برخه ده او تر هغې به دوام ومومي ترڅو چې اسراییل له خپل جارحانه هوډ نه په شا شوی نه وي.

په تهران د اسراییلو د برید انځور
په تهران د اسراییلو د برید انځور

یو ایراني ډېپلوماټ د جون پر ۱۴مه ملګرو ملتونو ته وویل چې د اسراییلو لخوا پر ایران د ترسره شویو بریدونو په پایله کې ۷۸ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ژوبل دي.

د اسراییلو په برید د ایران وژل شوي جوهري ساینسندانان:

د اسراییلو پوځ د نهو کسانو یو فهرست د جون پر ۱۴مه خپور کړی چې پکې د هغو اټومي ساینس پوهانو نومونه لیکل شوي دي چې د جون پر ۱۳مه د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. د دغو نهو کسانو نومونه دا دي: فریدون عباسی، محمد مهدي طهرانچي، اکبر مطلبي زاده، سعید برجي، امیر حسین فقهي، عبدالحمید مینوچهر، منصور عسکري، احمد رضا ذوالفقاري داریاني او علي باکويي کریمي.

پخواني معلومات:

بي بي سي انګلیسي په خپل راپور کې لیکي، په داسې حال کې چې د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پر ایراني ولس غږ کړی دی چې د هغه هېواد د واکمن رژیم پر ضد دې پاڅون وکړي، ایران پر اسراییلو د توغندیو ځوابي بریدونه ترسره کړي دي.

نړیوالو اژانسونو په تل ابیب ښار کې د ګڼو ژوبلو کسانو انځورونه خپاره کړي دي چې د راپورونو له مخې پر ایرانی توغندیو له لګېدو وروسته روغتون ته رسول شوي دي.

سي اېن اېن لیکلي چې د تل ابیب ترڅنګ په بیت المقدس (یروشلم) ښار باندې هم د ایران لخوا توغول شوي توغندي لګېدلي دي.

تر دې وړاندې ایران د جون پر ۱۳مه د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې وویل چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي خبرداری ور کړی وو چې اسراییل به د دې برید سختې پایلې وویني.

نوموړي په یو بیان کې وویل: " اسراییل په دې جرم سره د ځان لپاره سخت او دړدونکی برخلیک ټاکلی دی او دا به دوی ته خامخا رسېږي."

د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکوي چې د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییلو په برید کې ۷۸ کسان وژل شوي او ۳۲۹ نور ژوبل دي.

د ایران تسنیم نومي خبري اژانس بیا خبر ورکړی دی چې په دې برید کې د اسلامي انقلاب ساتونکي ځوک مشر مېجر جنرل حسېن سلامي هم وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ایران غږ کړی دی چې مخکې تر دې چې ډېر ناوخته شي خبرو اترو ته دې غاړه کېږدي.

ولسمشر ټرمپ، چې غواړي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمینځ یو توافق وشي ، په خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social کې لیکلي، "لا هم وخت شته چې دا وژنه پای ته ورسیږي،"

ټرمپ ایران موافقې ته هڅولی او دخپل پوست په ادامه کې یې لیکلي: ایران باید یوه موافقه وکړي، مخکې له دې چې هیڅ شی پاتې نشي او هغه څه وژغوري چې یو وخت د ایران دامپراتورۍ په نوم پیژندل کیده.

ټرمپ وروسته د ABC نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران "سخت ځپل شوی دی."

بلخوا د اسراییلو وزیراعظم بنامین نتنیاهو وویل چې د بریدونو هدف "د هغه ګواښ له منځه وړل دي چې دایران لخوا د اسراییلو بقا ته متوجه دی او بریدونه به "د دې ګواښ د لرې کولو لپاره څومره ورځې چې وخت ونیسي" دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG