د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په پاکستان کې نږدې دوه لکه افغان ماشومان او تنکي ځوانان په ځانګړي ډول نجونه لا هم له زده کړو بې برخې دي.
دې سازمان د جون پر ۱۳مه په یو رپورټ کې ویلي چې د معتبرو اسنادو او بودیجې کمښت هغه لاملونه دي چې له امله یې افغان کډوال ماشومان له زده کړو پاتې دي.
د غبرګون پلان په نامه د ملګرو ملتونو دې رپورټ کې راغلي چې دغه افغان ماشومان په پاکستان کې د زده کړو لپاره لازم اسناد نه لري او په دې برخه کې دوی د بودجې له کمښت سره مخ دي.
په راپور کې خبرداری ورکول شوی چې دا حالت په عمومي ډول د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړو مخه نیسي او راتلونکې یې له خطر سره مخ کوي.
د سیمه ییزو کډوالو د غبرګون پلان د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یونیسف، سیف دې چلډرن او د زده کړو د بنسټونو سره په همغږۍ پرمخ وړل کیږي او هدف یې د کډوالو د زده کړو او نورو اړتیاوو پوره کول دي.
دغه پلان ټینګار کوي چې که چېرې سمدستي او دوامداره پانګونه ونه شي، نو د افغان ماشومانو یو بشپړ نسل به د زدهکړو په ګډون له هغه فرصتونو بې برخې شي چې له امله یې کولای شي له بې ځایه کېدو وروسته خپل راتلونکی جوړ کړي.
په پاکستان کې میشتې یو شمېر افغانې کورنۍ بیا وايي د اسنادو د نه لرلو ترڅنګ د دوی ګڼې اقتصادي ستونزې اجازه نه ورکوي چې ماشومان په شخصي ښوونځیو کې داخل کړي.
د کابل اوسېدونکې تولا چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ مخکې په کابل کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه وايي پاکستان ته د خپلو زده کړو د بشپړېدو لپاره لاړه خو د زده کړو د بشپړتیا هیله یې لا هم همداسې هیله پاتې ده.
دې وویل، " طالبانو زموږ په وړاندې ښوونځي وتړل، دلته پاکستان ته کډوال شو، دلته افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د ویزو ستونزه د پولیسو د نیولو او د ډیپورټ ستونزه، زه خپله دلته له زده کړو محرومه یم، ځکه موږ دلته د مالي ستونزو ترڅنګ ګڼې نورې ستونزې لرو."
د څلورو اولادونو مور یاسمین نبي زاده هم په اسلام اباد کې میشته ده او وايي نه یوازې اقتصادي ستونزې یې د اولادونو د زده کړو مخه نیولې بلکې د ویزو نشتوالي هم د افغان ماشومانو په وړاندې د زده کړو دروازې بندې کړي دي.
نووړې وویل، "په پاکستان کې افغان نجونې او هلکان د زده کړو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه دوی په شخصي ښوونځیو کې د زده کړو مالي امکانات نه لري او ان یو شمېر شخصي ښوونځي له ویزو سره سره افغان ماشومان نه شاملوي."
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو دشورا مسولین هم وايي چې دغلته میشت په سلو کې شاوخوا اتیا فیصده افغان ماشومان له زده کړو محروم دي.
د دې شورا مسول میوند عالمي مشال راډيو ته وویل، "تقریبا په سلو کې اتیا افغان کډوال ماشومان له زده کړو محروم دي، کوم شل فیصده چې ښوونځيو ته ځي هغه هم په شخصي ښوونځیو کې شامل شوي دي، نور خلک له مالي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای په ماشومانو زده کړې وکړي."
نوموړي وویل چې هغوی ته په حکومتي ښوونځیو کې اجازه نه ورکول کیږي او کوم افغان کډوال ماشومان چې له زده کړو بې برخې دي په دوی کې هم ډیری یې نجونې دي.
د سیمهییزو کډوالو د غبرګون پلان د دغه پروګرام په ترڅ کې یې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۱۲ زره فغان ماشومان چې له نیمايي زیاتې یې نجونې دي په رسمي او غیر رسمي ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي دي، خو په دغه راپور کې راغلي چې د بودجې د کمښت له امله او دا چې تقاضا هم ډېره وه لا هم ډیری ستونزې پر خپل ځای دی.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګول شوی دی.
بل پلو پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه چې لا هم روانه ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل چې له هغه وخته تر اوسه له یو میلیون ډېر بې اسناده او افغان تابعیت لرونکي کډوال له دې هیواده ایستل شوي.
د پاکستان پر دې تګلاره د ملګرو ملتونو تر څنګ د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو او په پاکستان دننه پښتنو ملتپالو هم په پرلپسې نیوکې کړې دي.
خو د پاکستان حکومت وايي، دوی به یوازې هغو خلکو ته اجازه ورکوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ولري.
رپورټ: صفي الله ستانکزی