د پاکستان حکومت مرکزي حکومت وايي، پرېکړه یې کړې چې په ملک کې د مېشتو ناقانونه بهرنیو پرضد د عملیاتو لړۍ تونده کړي.
دا پریکړه د مې پر ۳۱مه د ترهګرۍ ضد او نورو ریاستي کمیټیو په هغه دریمه غونډه کې شوې چې مشري یې د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي کوله.
نوموړي په دې اړه خبریالانو ته ویلي چې "وفاقي او صوبايي ادارې باید د هغه غیرقانوني کړيو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې همغږې کړي چې ملي امنیت زیانمنوي."
نقوي ټینګار وکړ چې ټولې ادارې باید د دې لپاره په ګډه کار وکړي چې د ده په وینا، د غیر قانوني بهرنیو لپاره د "یو سند رژیم" په بشپړ ډول پلی کړي.
هغه وویل چې د شناختي کارډونو جوړونکې اداره نادرا به د بهرنیو د وتلو په ځایونو کې د تازه معلوماتو د تصدیق اسانتیاوې چمتو کوي.
دا له هغه یوه میاشت وروسته ده چې نورو هیوادونو ته د تلو په تکل په پاکستان کې مېشتو شاوخوا ۴۴۰۰۰ افغانانو ته له پاکستان د وتلو لپاره ورکړل شوې نېټه پای ته رسېدلې ده.
د پاکستان حکومت لا له وړاندې اعلان کړی و چې که چیرې احتمالي کوربه هیوادونه د اپریل تر ۳۰م دا افغانان ځای پر ځای نه کړي نو په لویدیځ کې به د بیا میشتیدنې په تمه زرګونه افغان کډوال له هیواده وباسي.
د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه زره افغانان د غچ اخیستنې له ویرې پاکستان ته تللي وو.
په دوی کې ګڼ شمېر د امریکا په ګډون د نړۍ نورو هیوادونو ته انتقال شوي وو خو لا هم لوی شمېر په پاکستان کې انتظار کوي.
د پاکستان یوه چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې تر اوسه ۱.۰۲۳ میلیونه افغانان بیرته ستانه شوي دي.
هغه وویل چې ۱۳۵،۸۶۵ په اپریل کې او ۶۵،۰۵۷ نور په مې کې بیرته ستانه شوي دي. د دوی په وینا، یوازې د مې پر ۳۰مه، ۱۴۸۳ کسان بیرته افغانستان ته استول شوي وو.
پاکستان او ايران له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلو ملکونو د افغان کډوالو ايستلو ته زور ورکړی دی. دوی په لومړي قدم کې بې اسناده کډوال وایستل خو وروسته یې وويل چې ټول افغان کډوال باسي.
د کډوالو د ايستلو پر مهال هلته پوليسو يوشمېر افغانان بنديان کړي هم دي، چې وروسته يې بيا خپل هېواد ته ستانه کړي دي.