پولیس چارواکي وايي، په هنګو کې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال پینځه وسلوال وژل شوي او د پولیسو لږ تر لږه دوه مشران ژوبل شوي دی.
د هنګو د پولیسو مشر (ډي اېس پي) امجد حسین رسنیو ته ویلي، د جولای پر ۱۹مه د هنګو د زرګري په شنه وړۍ سیمه کې د عملیاتو پر مهال پینځه وسلوال وژل شوي دي او په ځوابي ډزو کې د پولیسو یو افسر (ډي پي او) محمد خالد او د دوابې تاڼې د پولیسو مشر (اېس اېچ او) نبي خان ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي د پولیسو مشر محمد خالد لومړی د هنګو روغتون او بیا وروسته پېښور ته لېږدول شوی دی.
د هنګو د پولیسو مشر امجد حسین وايي، پولیسو او اېف سي ځواکونو په هنګو کې د وسلوالو د موجودیت په اړه د یو پټ راپور له ترلاسه کولو وروسته دغه عملیات ترسره کړي. پر دې سربېره په هنګو کې د جولای پر ۱۹مه ګرځبندېز هم لګول شوی دی او ځای پر ځای امنیت نیول شوی دی.
د پاکستان جیونیوز تلویزون د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر (انسپکټر جنرل) ذوالفقار حمید په حواله لیکلي دي چې د وسلوالو پر ضد به د هغوی عملیات روان وي.
بل پلو، ډان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په هنګو کې د عملیاتو پر مهال د پولیسو درې مشران ژوبل شوي دي.
پولیسو دا نه دي ویلي چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې غړي دي او نه هم مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو د ادعا سپیناوی کولی شي.
کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې له تېر څه مهاله د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او تر دې وړاندې هم وسلوالو ډلو پر پولیسو، سیاست والو، مدني فعالانو او قومي مشرانو هدفي بریدونه ترسره کړې دی.
د جولای پر ۱۷مه د باجوړ په ماموندو کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړي ډاکټر حمید الرحمان له کور سره نږدې چاودنه شوې وه.
د جولای پر ۱۶مه وسلوالو د صوبې په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې دوه پولیس ووژل. پولیس وايي، وروسته یې عملیاتو کې یو مشکوک وسلوال هم وژلی وو.
د جولای پر ۱۴مه وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو ولسي مشر ملک محمد رحمان او د هغه ډرېور ووژل. تر دې یوه ورځ مخکې د "مروت بېټني اتحاد" په نوم د ناحکومتي ټولنې مشر انعام الله مروت په لکي مروتو کې له چاودنې روغ ووت خو یو ساتونکی یې ووژل او بل ژوبل شو.
تر هغې وړاندې د جولای پر ۱۰مه په باجوړ کې وسلوالو د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب وواژه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.