پولیس: د زده کوونکي تر وژنې وروسته د خوازه خېلې مدرسه تړل شوې
د سوات د پولیسو مشر ویلي دي چې د خوازه خېلې په مدرسه کې یې د یو زده کوونکي په وژنه د ککړتیا په تور دوه تنه نیولي دي. محمد عمر خان د جولای پر ۲۳مه خبري غونډې ته وویل، دوه نور کسان د ماشوم په وژنه تورن دي، خو لا نه دي نیول شوي او لټون یې روان دی. دی وايي، پولیسو د مدرسې لټون پر مهال پر ماشومانو د تشدد اوزار هم ترلاسه کړي دي. خان وايي، اووه نور ښوونکي یې پر زده کوونکو د تشدد او پر جرم د غلي پاتې کېدو پر اساس نیولي دي. د پولیسو مشر وویل چې تر پېښې وروسته یې مدرسه تړلې ده. د سیمې ګڼو اوسېدونکو د جولای پر ۲۲مه د هغه ۱۴ کلن زده کوونکي د وژنې په غبرګون کې وروسته مظاهره وکړه. د ماشوم کورنۍ وايي، هغه د جولای پر ۲۱مه په مدرسه کې تر سخت تشدد وروسته سا ورکړه. پولیس هم تاییدوي چې ماشوم د تشدد له وجې مړ شوی. نور په رپورټ کې.