د پاکستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو په وروستۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.
د ډاکې په شېر بنګلا نړیوال لوبغالي کې د جولای ۲۴مې سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر پینځو او د کابل پر څلور نیمو بجو پیلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې بنګلادېش وار له مخه د لومړیو دوو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف کوربه لوبډلې ته د لوبلړۍ په ګټلو مبارکي ورکړې.
نوموړي د جولای پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، "بایلل او ګټل د لوبې برخه وي" او زیاته کړې یې ده چې هیله لري دا سپورټي اړیکې لا ژورې شي او د دواړو هېوادونو ترمینځ د "دوستۍ رشتې د پیاوړي کېدو" لامل شي.
د جولای پر ۲۲مه کوربه لوبډلې پاکستان ته په اتو منډو او تر دې دوه ورځې مخکې یې په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې ورته په اووه وېکټو ماتې ورکړې وه.
تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې ۲۰ اووره کرکټ یوه لوبلړۍ د مې په پای او جون په پیل کې په پاکستان کې ترسره شوې وه چې پکې درېواړه سیالۍ پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.