پاکستان د اوکراین په شخړه کې د خپلو وګړو د ښکېلېدو راپورونه ناسم بللي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د اګست پر پینځمه په یو بیان کې ویل شوي دي چې د اوکراین په شخړه کې د پاکستانیانو د ملوث کېدو ټول راپورونه ردوي. دوی وايي د اوکراین چارواکو تر اوسه دوی ته په دې اړه کره شواهد نه دي ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت بیان وړاندې لیکي، اسلام اباد به د کییف له چارواکو سره د دې موضوع د سپیناوي په موخه په اړیکه کې شی.
بیان زیاتوي، پاکستان یو وارې بیا خپل دریځ تکراروي چې د سفارتکارۍ او خبرو اترو له لارې د اوکراین د شخړې سوله ییزه حل ته ژمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت دا بیان له هغې وروسته مخې ته راغلی دی چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د اګست پر څلورمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یو بیان کې وویل، په ووف چانسک سیمه کې یې له خپلو کوماندانانو سره د جګړې د لومړۍ کرښې د صورتحال په اړه خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا هغه ته خپلو د لومړۍ کرښې سرتېرو ویلي دي چې د چین، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او د افریقايي هېوادونو اجرتي جنګیالي هلته موجود دي. زېلېنسکي ویلي دي چې هغوی به دې ته ځواب ووايي.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.