د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کېدو لپاره احتجاج وکړ

تازه شو

د تحریک انصاف یو شمېر مېرمنې د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي - د اګست پینځمې انځور
د تحریک انصاف یو شمېر مېرمنې د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي - د اګست پینځمې انځور

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د خپل زنداني مشر عمران خان د خوشې کولو لپاره احتجاج وکړ.

د یاد ګوند مشران وايي د اګست پینځمه د تورې ورځې په توګه لمانځي ځکه په همدې ورځ د عمران خان د زنداني کېدو دوه کاله پوره کېږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د چارواکو په وینا د دوی پلویانو، د پېښور په ګډون د پاکستان په زیات شمېر ښارونو کې لاریونونه او مظاهرې وکړې.

د دوی د معلوماتو له مخې د پېښور احتجاجي لاریون مشري د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور کوله. په پام کې نیول شوې وه چې لاریون به له حیات اباده پیلېږي او د بالاحصار کلا پورې به دوام کوي.

ځیني راپورونه وايي د تحریک انصاف پلویانو له ګنډه پور نه غوښتنه کوله چې دا لاریون دې د اسلام اباد ډي چوک (څلور لارې ) ته رهبري کړي.

خو بل پلو، حکومت هم خپلې تیارۍ نیولې وې. انتظامیې په اسلام اباد کې پي ټي ای ته د احتجاج کولو اجازه نه وه ورکړې نو یاد ګوند هلته خپل احتجاج لغوه کړ. همدا رنګه پاکستانۍ رسنۍ لیکي چې پولیسو په ټول هېواد کې تر دې مهاله د پاکستان تحریک انصاف له ۲۰۰ زیات پلویان نیولي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، په ټول ملک کې د هغوی زیات شمېر پلویان پولیسو نیولي دي. د هغه ګوند یو مشر او پخواني سپیکر اسد قیصر ویلي دي چې د اګست پینځمه د احتجاجونو د یوې نوې لړۍ پیل دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

خان وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویان په داسې حال کې د خپل مشر عمران خان د خلاصون لپاره مظاهرې کوي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عدالت د جولای پر ۳۱مه د تحریک انصاف څه باندې ۱۰۰ غړو ته د بند سزا واوروله.

د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان د جولای پر ۳۱مه ویلي وو چې د پرېکړې پرضد به لوړ عدالت ته ځي. نوموړي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د تحریک انصاف د سیاستوالانو پرضد "سیاسي قضیې بې بنسټه دي."

XS
SM
MD
LG