د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د پولیسو او مشکوکو وسلوالو ترمینځ په نښته کې ۱ ولسي وګړی وژل شوی


په سوات کې یو پولیس سرتېری پر سړک پهره کوي - انځور له ارشیفه.
په سوات کې یو پولیس سرتېری پر سړک پهره کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، په سوات کې د پولیسو او مشکوکو وسلوالو ترمینځ په ډزو کې یو لاروی وژل شوی او یو سرتېری ژوبل دی.

د پولیسو ویاند معین فیاض رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، پېښه د اګست پر شپږمه د مټې تحصیل په ګوالېرۍ سیمه کې شوې.

بیان وايي، سیمې ته مشکوک وسلوال ورغلي ول او پولیسو یې چې پرضد عملیات پیل کړل نو په نښته کې یو ولسي وګړی ووژل شو.

فیاض زیاتوي چې تر پېښې وروسته سیمې ته ګڼ پولیس رسېدلي دي او عملیاتو ته یې دوام ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او فعالانو بریدونه کوي.

د اګست پر شپږمه وسلوالو په کرک کې وسلوالو د اېف سي ځواک درې سرتېري او د هغوی ډرېور وواژه. تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل. د دواړو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له دې پرته په مختلفو سیمو کې پولیس او امنیتي سرتېري هم وخت پر وخت د وسلوالو ضد عملیات کوي. صوبايي حکومت او پوځ وايي، امنیت ته ژمن دي او پولیسو او امنیتي سرتېرو د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG