پولیس او انتظامي چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په کرک او د بلوچستان په مستونګ کې په دوو حملو کې د اېف سي د یو افسر په ګډون شپږ سرتېري او یو ملکي ډرېور وژل شوی او درې سرتېري ژوبل دي.
د کرک پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د اګست پر د اېف سي سرتېري د اګست پر شپږمه د تېلو او ګیس د تولید ساحې د امنیت دندې لپاره په ګاډي کې روان ول چې د ګورګورۍ تاڼې په حدودو کې د وسلوال برید ښکار شول.
پولیس وايي، وسلوال په غونډیو کې پټ ناست ول او چې د اېف سي سرتېرو ګاډی له سړکه تېرېده نو هغوی ورباندې ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري او د هغوی ملکي ډرېور ووژل شول.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د وسلوالو د لټون لپاره یې امنیتي تدابیر یې سخت کړي او د خلکو د تګ لارې څاري.
مستونګ کې برید
په همدې حال کې یو لوړپوړي انتظامي چارواکي د اګست پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۵۰ کېلومیټره لیرې سوېل لوري ته په مستونګ کې یوې چاودنې د اېف سي ځواک د یو مېجر په ګډون درې سرتېري وژلي او درې ژوبل کړي دي.
دی وايي، د سرحدي سرتېرو یو ګاډی د اګست پر پینځمه ماښام مهال په پسند خان کلي کې د سړک تر غاړې د ښخ رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو.
دی وايي، ژوبل سرتېري یې د درملنې لپاره کوټې ته لېږدولي دي.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه واري منلې ده.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او فعالانو بریدونه کوي.
د اګست پر پینځمه وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل. تر دې دوه ورځې مخکې، په بنو او کورمه کې په وسلوالو حملو کې پینځه سرتېري ژوبل شوي ول.
تر دې مخکې په جولای کې په بلوچستان کې وسلوالو یوشمېر حملې وکړې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي ووژل شول.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.
داراز، د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم په جولای کې په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.