د پاکستان او د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۵۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ هغه کې یو بل ته مخامخېږي.
د دواړو لوبډلو ترمینځ د توروبا په براین لارا لوبغالي کې د اګست اتمې سیالي د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۱ بجو پیلېږي.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ بله سیالي د اګست پر ۱۰مه او وروستۍ هغه یې د اګست پر ۱۲مه وشي.
تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې پاکستان د امریکا په فلورېډا کې له وېسټ انډیزه د درې ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه.