پولیس وايي، د سیند په سانګړ کې یې د اردو ژبې د شخصي ټېلېوېژن ډان نیوز د خبریال مړی موندلی دی.
د پولیسو چارواکي عابد بلوڅ د اګست پر ۱۶مه شپې ناوخته خبریالانو ته وویل، د خاور حسین مړی د هغه په موټر کې موندل شوی دی.
دی وايي، داسې ښکاري چې ښايي هغه ځانوژنه کړې وي خو زیاتوي چې اصلي نتیجه به تر بشپړو پلټنو او د هغه د جسد تر طبي معاینې وروسته په ډاګه شي.
د شهید بېنظیر اباد ضلعې د پولیسو مشر فیصل بشیر مېمن رسنیو ته ویلي، په ګاډي کې یوه تفنګچه (تماچه) پرته وه چې د حسین په نوم ثبت ده او هغه د خپل امنیت لپاره ساتله.
پولیس وايي، په سیمه کې یې د څارګرو کیمرو ویډیوګانې لیدلې دي چې ورڅخه ښکاري چې خاور حسین یوازې وو.
د پولیسو په وینا، په ویډیوګانو کې ښکاري چې نوموړی دوه ځلې له موټره ښکته شو او بیا ورداخل شو.
مېمن وايي، وروسته یو څوکیدار د حسین مړی په موټر کې وموند او پولیس یې خبر کړل.
د حسین ملګرو خبریالانو ویلي دي چې هغه په مې میاشت کې خپله مور او پلار امریکا ته لېږدولي ول.
د کراچۍ د خبریالانو ټولنې د نوموړي پر مړینه خپګان ښوولی او له پولیسو یې د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.