پاکستان او بنګلادېش د خپلمینځي اړیکو او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه شپږ موافقې او تفاهملیکونه لاسلیک کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په بیان کې وویل، هغه اسناد د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د اګست پر ۲۴مه په ډاکه کې له د بنګلادېش د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر محمد توحید حسین سره د پلاویو پر کچ تر خبرو وروسته لاسلیک شوي دي.
نوموړی وايي، د ډېپلوماټیکو او رسمي پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزو لغوه کول او د سوداګرۍ ښه کولو لپاره د ګډې کاري ډلې جوړول په موافقو او تفاهملیکونو کې شامل دي.
ډار د اګست پر ۲۳مه په دوه ورځني رسمي سفر ډاکې ته ورسېد.
دا په تېرو ۱۳ کلونو کې بنګلادېش ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی رسمي سفر دی چې شفقت علي خان د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د "مهم پړاو" په نوم یاد کړ.
د بنګلادېش پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد تېر کال په اګست کې په پلازمېنې ډاکې او نورو ښارونو کې تر مظاهرو او تاوتریخوالي وروسته استعفا ورکړه او له هېواده ووتله. له هغه وخت راهیسې د پاکستان او بنګلادېش تعلقات د پخوا پرتله ښه شوي دي.