پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ سیاستوال او ولسي مشر مولانا خانزېب او د هغه یو ملګری وژلی او درې تنه یې ژوبل کړي دي.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل، نوموړی د باجوړ په مرکز خار کې په ګاډي کې روان وو چې په شنډي موړ کې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.
دی زیاتوي، مولانا خانزېب پر هم هغه ځای ووژل شو خو په ګاډي کې سپاره درې کسان ژوبل شول.
اخوا د باجوړ د مرکزي روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې له خانزېب سره په ګاډي کې ناست یو بل کس هم وژل شوی او درې تنه ژوبل دي چې درملنه یې روانه ده.
په پاکستان او افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ څارونکې ناحکومتي ادارې خراسان ډایري پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې مولانا خانزېب په سیمه کې د راتلونکي "سولې مارچ یا لاریون" لپاره په کیمپېن بوخت وو.
پر نوموړي د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.
هغه په ناوګۍ تحصیل کې زېږېدلی وو او د عوامي نیشنل ګوند د پخواني ضلعي مشر شیخ جانزاده کشر ورور وو.
مولانا خانزېب د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې له خپلې ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته د عوامي نیشنل ګوند نوماند وو.
د نوموړي ورور شیخ ګل بادشاه پر فېسبوک په بیان کې لیکلي دي چې د هغه د جنازې لمونځ د جولای پر ۱۱مه سهار ۱۱ بجې کېږي او مړی یې په ناوګۍ کې په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
عوامي نیشنل ګوند پر نوموړي د برید "سخته غندنه" کړې او د هغه پر وژنه یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.
ګوند پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه د صوبايي مشر میا افتخار حسین له خولې لیکلي دي چې په راتلونکو درې ورځو کې د ګوند ټولې چارې ځنډوي.
حسین زیاته کړې چې دا یوازې پر "عوامي نیشنل ګوند نه بلکې پر پښتون شعور، امن او مزاحمتي سیاست برید" دی.
د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی او د مولانا خانزېب ملګری نثار مومند وايي، د نوموړي وژنه د ګوند لپاره غمیزه ده.
هغه د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، مولانا خانزېب د "پښتنو د سوچ او فکر لویه شتنمني" وه چې له لاسه یې ورکړه.
نوموړی وايي، مولانا خانزيب امن ته خلک وربلل او د جولای ۱۳مې امن لاریون لپاره یې کیمپېن کاوه چې ووژل شو.
مومند وویل، د عوامي نیشنل ګوند یو غړی چې هم ژوندی وي، د امن هڅې به کوي.
هغه دا هم وویل چې مولانا خانزېب باندې برید ځکه وشو چې هغه د عوامي نېشنل ګوند د ملګرو په مینځ کې یو خوله ور ویاند، عالم او مبلغ کس وو او د امن لپاره د غږ اوچتولو سزا ورکړل شوه.
نثار مومند زیاتوي، که حکومت د امنیت لپاره جدي کار کولای نو دا ډول پېښې به نه کېدې.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د مولانا خانزېب وژنه غندلې ده.
هغه خپلواکه او ناحکومتي سازمان د جولای پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې د نوموړي د وژنې د "سمدستي او بې پرې پلټنو" غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې صوبايي او وفاقي حکومتونه باید د خیبر پښتونخوا په "ترهګرۍ ځپلو ضلعو" کې امنیت باوري کړي.
په باجوړ کې دا په وروستیو کې دویم لوی برید دی. د روانې میاشتې پر دویمه نېټه په خار کې په یوه بمي چاودنه کې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) فیصل اسماعیل په ګډون پینځه تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغې چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.
تر دې یوه ورځ وروسته د جماعت اسلامي په بلنه د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو، فعالانو او سلګونه ځايي خلکو په سیمه کې احتجاجي لاریون او مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومته د امنیت غوښتنه وکړه.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو او سرکاري چارواکو حملې کوي.
د جولای پر نهمه په بنو کې وسلوالو د پولیسو پر ګاډي برید وکړ او موټر یې وسوځاوه. تر دې وروسته د پولیسو او وسلوالو ترمینځ نښته کې یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شول. پر هم هغه ورځ وسلوالو د بنو پر میریانو تاڼې بمي برید وکړ او د ودانۍ بام ته یې زیان ورساوه.
په تېرو کلونو کې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پرضد پراخې مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.
د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.