د خیبر پښتونخوا د باجوړ په مرکز خار کې ګڼو خلکو تر هغې وروسته مظاهره کړې ده چې په یوه بمي چاودنه کې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) فیصل اسماعیل په ګډون پینځه تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول.
د "امن پاڅون" په نوم د احتجاج اعلان د جماعت اسلامي ځايي مشر هارون الرشید تر چاودنې څه ساعت وروسته کړی وو.
د جولای درېیمې په مظاهره کې د عوامي نیشنل ګوند په ګډون د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو، فعالانو او سلګونه ځايي خلکو ګډون وکړ او له حکومته یې د سیمې د امنیت غوښتنه وکړه.
احتجاجیانو لومړی د خبریالانو له مرکزه د خار تر څلورلارې لاریون وکړ او بیا یې مظاهره وکړه چې ورته مخکښو سیاستوالانو ویناګانې وکړې.
ویناوالانو د جولای دویمې چاودنه وغندله او له چارواکو یې د ضلعې د امنیت غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ناوګۍ تحصیل اسېسټنټ کمېشنر فیصل اسماعیل د سوات په بريکوټ کې خاورو ته سپارل شوی دی.
نوموړی او د ناوګۍ تحصیلدار او درې پولیس په صدیق اباد پاټک کې په بمي چاودنه کې وژل شوي ول.
د اسماعیل جنازه د جولای پر دویمه ماخوستن مهال په بریکوټ کې وشوه چې ورته د سوات ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) سلیم جان، د پولیسو مشر او نور سرکاري چارواکي او ځايي وګړي ورغلي ول.
فیصل اسماعیل د سوات اوسېدونکی وو او د باجوړ ځايي خبریال بلال یاسر پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې هغه څو میاشتې مخکې په ناوګۍ کې د انتظامي مشر په توګه دنده پیل کړې وه.
په چاودنه کې د وژل شویو نورو کسانو جنازې هم شوې دي او جسدونه یې په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي ول چې په چاودنه کې د درې پولیسو په ګډون ۱۷ تنه ژوبل شوي هم ول.
روغتیايي چارواکي وايي، ژوبل کسان د باجوړ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې ورڅخه یې د ځینو وضعیت خراب دی.
د باجوړ پولیس وايي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا د رېموټ کنټرول بم چاودنه وه.
په پاکستان او افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ څارونکې ناحکومتي ادارې خراسان ډایري پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د چاودنې مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلی دی.
تر دې مخکې خراسان ډایرۍ او د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ویلي ول د چاودنې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده.
خو خراسان ډایرۍ وروسته پر اېکس په بل بیان کې د ټي ټي پي له قوله ویلي دي د مسوولیت منلو دعوه یې په باجوړ کې له خپلو وسلوالو څخه له تصدیق کولو پرته کړې وه او دا چې تحریک طالبان پاکستان له پېښې سره هېڅ تړاو نه لري.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د ذمه وارۍ په اړه دا ضد و نقیض دعوې نه شي تاییدولای البته د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې وسلوالو مخکې هم په باجوړ کې خونړۍ حملې کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو او سرکاري چارواکو حملې کوي.
د جولای پر لومړۍ نېټه په لکي مروتو کې وسلوالو دوه ټرافیک پولیس ووژل. تر دې مخکې د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې په ځانمرګي برید کې ۱۳ پوځیان وژل شوي ول. د هغې حملې مسوولیت حافظ ګل بهادر ډلې منلی وو.
په تېرو کلونو کې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پرضد پراخې مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.
د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.