د ارمنیا او اذربايجان مشرانو د امريکا په منځګړيتوب د سولې يوه موافقه لاسليک کړه چې موخه يې د دواړو هېوادونو ترمینځ د څو لسيزو شخړو پای ته رسول دي.
د اګست پر اتمه د امریکا په سپینه ماڼۍ کې د ارمنیا او اذربايجان مشرانو د سولې دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړ چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې کوربتوب کاوه.
د ارمنیا وزيراعظم نېکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علیېف چې د ټرمپ دواړو خواوو ته ناست وو، له امريکا سره د اقتصادي فرصتونو د ګډ تعقيب موافقې هم لاسليک کړې.
ټرمپ هغوی "ډېر هوښيار مشران" وبلل چې د هغه په وینا د دغو موافقو د لاسليک او دايمي سولې ته د ژمنتيا له امله به په تاريخ کې ياد پاتې شي.
ټرمپ وويل: "ارمنیا او اذربايجان ژمن دي چې جګړه د تل لپاره ودروي، سوداګري، سفر او ډېپلوماټيکي اړيکې پرانيزي او د يو بل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي."
بل پلو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ کې د اذربايجان او ارمنیا ترمینځ د سولې د تاریخي موافقې هرکلی کړی دی. نوموړي پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي دي چې د دواړو هېوادونو مشرانو ته مبارکي وايي.
څه باندې درې لسیزې مخکې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې د جنوبي قفقاز سیمې ګاونډیو هېوادونو ارمنیا او اذربایجان له یو بل سره دوه ځلې جنګ کړی دی چې پکې لسګونه زره کسان ووژل او لکونه بې کوره شول.
دواړه هېوادونه له اذربایجانه د جلا شوې نګورنو قره باغ سیمې پر سر لانجه او شخړه لري. په هغه سیمه کې ارمنیان اوسي او اذربایجان د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې د یوې چټکې حملې له لارې له ارمنیو بېلتونپالو ونیوله.
باکو او یرېوان سږ کال په مارچ کې د سولې د "تاریخي موافقې" د متن نهايي کولو اعلان وکړ خو هغه مهال معلومه نه وه چې د دواړو لوریو مشران به یې کله لاسلیکوي.
هغه موافقه په یوه داسې سیمه کې د شخړې ختمولو لپاره پام وړ پرمختګ بلل کېږي چې پکې امریکا، روسیه، اروپايي ټولنه، ترکیه او ایران د خپل نفوذ پراخولو په هڅه کې دي.
د سولې د موافقې له مخې به دواړه ګاونډیان رسمي تعلقات پالل پیل کړي او یرېوان به پر قره باغ د اذربایجان حاکمیت ومني. دا هغه څه دي چې ارمنیا له ۱۹۹۱ز کال راهیسې نه منل.
د امریکا، فرانسې او اروپايي ټولنې په ګډون نړیوالې ټولنې د ارمنیا او اذربایجان ترمینځ د سولې د هوکړې د خبر هرکلی کړی وو.