په شمالي وزیرستان او بنو کې د مېشتو مسیحیانو (عیسویانو) ټولنې له حکومته غوښتي دي چې په میرلي کې تښتول شوی ډرېور نتینییل دې له وسلوالو ازاد کړي.
دا تر هغې وروسته ده چې د جولای پر ۲۴مه د میرامشا د پولیسو مرکزي دفتر په بیان کې وویل چې وسلوالو د شخصي بانکونو دوه کارکوونکي او د هغوی ډرېور تښتولي دي.
د پولیسو په وینا، د یو بانک مدیر (مینېجر) او د بل بانک کارکوونکی د ورځنۍ دندې تر ختمولو وروسته بنو ته پر لاره ول چې وسلوالو له ډرېور او ګاډي سره وتښتول.
د هغوی د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې.
د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د ولسي مشرانو یوې جرګې د جولای پر ۲۵مه د بانکونو کارکوونکي له وسلوالو خوشې کړل خو مسیحی ډرېور نتینییل لا هم ورسره بندي دی.
د شمالي وزیرستان او بنو د مسیحیانو د ټولنې مشر خالد اقبال د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، مسیحیان غریب خلک دي چې په مزدورۍ کورنیو ته پیسې ګټي او وسلوالو ته د تاوان ورکولو وس نه لري.
د نتینییل کورنۍ او ولسي مشران وايي، وسلوالو د هغه د خوشې کولو په بدل کې ۴۰ لکه روپۍ غوښتې دي.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د جولای پر ۲۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا و نه ویل چې جرګې د بانکونو کارکوونکي په کومو شرطونو خوشې کړي او ایا د دې لپاره یې وسلوالو ته تاوان ورکړی او که نه، خو زیاتوي چې د مسیحي ډرېور د ازادولو هڅه کوي او د دې لپاره د ولسي مشرانو جرګه هم تیاره کړې چې له وسلوالو سره خبرې وکړي.
په شمالي وزیرستان کې تر دې مخکې هم وسلوالو ډلو خلک تښتولي دي. له دې پرته د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې وسلوالو هلته د نیشنل بانک مشر وژلی وو.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د جولای پر ۲۱مه وسلوالو په میرامشا کې یو طالب قومندان او د هغه دوه ملګري ووژل. ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې قومندان تواب "حکومت پلوی" طالب وو. پر هغه د برید ذمه واري چا نه وه منلې.
تر دې یوه اونۍ مخکۍ، وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو ولسي مشر ملک محمد رحمان او د هغه ډرېور ووژل.
د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۱۵ هدفي حملې شوې دي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.