د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران په بندر عباس کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۴۰ ته رسېدلی


ایراني کارکوونکي په شهید رجايي بندر کې د اوروژنې هڅه کوي - د اپرېل ۲۸مې انځور.
ایراني کارکوونکي په شهید رجايي بندر کې د اوروژنې هڅه کوي - د اپرېل ۲۸مې انځور.

د ايران د هرمزګان ولايت په بندر عباس ښار کې په زوروره چاودنه کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۴۰ ته رسېدلی او تر ۱،۰۰۰ زیات ژوبل دي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ویلي دي چې ولسمشر مسعود پزشکیان د هغې پېښې له کبله د اپرېل پر ۲۸مه په هېواد کې یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

ایرانیو چارواکو لا په "شهید رجايي" بندر کې د اپرېل ۲۶مې چاودنې لامل په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو د چارو خپلواکو پوهانو ویلي دي چې ښايي پېښه د سوډییم پرکلورېټ په نوم د یوې کیمیايي مادې، چې د راکټونو او توغندیو د سونتوکي په توګه کارېږي، د ناسم زېرمه کولو له وجې شوې وي.

دولتي رسنیو د اپرېل پر ۲۷مه وویل چې د پېښې په ځای کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

حکومتي ووبپاڼې ویلي چې ولسمشر پزشکیان د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د ځینو ژوبلو پوښتنو ته ورغی او هلته یې ځايي چارواکو ته وویل، دا معلوموي چې هغه پېښه "ولې شوې" ده.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي امنیتي او عدلي چارواکو ته امر کړی چې پلټنې دې وکړي او پته دې ولګوي چې ایا د پېښې لامل "غفلت یا قصدي عمل" دی.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیر حسین کولیوند د اپرېل پر ۲۷مه وویل، ۱۹۰ ټپیان په روغتون کې بستر دي.

شهید رجايي د ایران تر ټولو مصروف بندر دی او د هېواد د مالونو لېږد رالېږد ۸۰ سلنه چارې له هم هغه ځایه تر سره کېږي.

په بندر کې چاودنې ګڼې لارۍ او کانټینرې سوځولې دي - د اپرېل ۲۸مې انځور.
په بندر کې چاودنې ګڼې لارۍ او کانټینرې سوځولې دي - د اپرېل ۲۸مې انځور.

د ایران د کړکېچ یا بحران د مدیریت چارو ادارې ویاند حسین ظفري د هېواد د کارګرانو خبري اژانس (اېلنا) ته ویلي، داسې ښکاري چې چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیايي موادو په سم ډول نه بارولو له وجې شوې ده. "چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیايي توکو له وجې شوې ده."

نوموړي وویل، د هغې ادارې عمومي رییس "بندر ته د خپلو سفرونو پر مهال خبرداري ورکړي ول او د خطر امکان یې په ګوته کړی وو."

دولتي ټېلېوېژن تر پېښې شاوخوا ۱۰ ساعته وروسته ویلي ول چې هلته اور لا شدید شوی او "تر نورو ځایونو او ټانکرونو غځېدلی" وو.

د امبري په نوم یو شخصي امنیتي شرکت ویلي دي چې په مارچ کې بندر ته د "سوډییم پرکلورېټ" په نوم په "راکټونو کې کارېدونکي سونتوکي" رسېدلي ول. د شرکت په خبره، تهران هغه مواد د خپلو توغندیو لپاره زخیره کول ځکه چې زېرمې یې پر اسراییلیو د مستقیم برید له وجې ختمې شوې وې. تهران په غزې تړانګه کې له حماس سره د جګړې پر مهال پر اسراییلو د توغندیو دوه پراخ بریدونه کړي ول. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

تهران لا رسماً د هغو موادو ترلاسه کول نه دي تایید کړي خو اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، د بېړیو د چلند معلوماتو له مخې، په مارچ کې په هغو موادو باور کښتۍ له بندر سره نېږدې روانې وې.

په هغه هېواد کې لویه چاودنه پر داسې مهال شوې چې د اپرېل پر ۲۶مه ایرانیو چارواکو په عمان کې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې. هغه مذاکرات په چټکۍ د تهران د اټومي پروګرام پراخېدو په اړه کېږي او واشنګټن له ایرانه غوښتي دي چې موافقې ته د رسېدو لپاره دې اټومي پروګرام ختم کړي. ټاکل شوې چې د دواړو خواوو ترمینځ د خبرو څلورم پړاو د مې پر درېیمه په عمان کې ترسره شي.

شهید رجايي بندر له پلازمېنې تهرانه شاوخوا ۱،۰۵۰ کېلومیټره لیرې جنوب ختیځ لوري له هرمز تنګي سره نېږدې پروت دی. په پارس خلیج کې له هغه تنګي د تېلو شاوخوا ۲۰ فیصده نړیواله سوداګري کېږي.

XS
SM
MD
LG