د اروپايي ټولنې د ولسي وګړو د خوندیتوب او د بشري مرستو چارو دفتر ویلي دي چې له پاکستانه له ایستل کېدونکو "زرګونه افغانانو سره د بیړنۍ مرستې لپاره ۲۵۰،۰۰۰ یورو" ورکوي.
د هغه دفتر مشر اندریاس پاپاکونستانتینو د اپرېل پر ۲۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیانونو کې ویلي دي چې هغه پیسې اغېزمنو افغانانو ته د "سرپناه، بیړنیو روغتیايي خدماتو، خوړو او اوبو" برابرولو پر چارو لګول کېږي.
پاپاکونستانتینو لیکلي چې په پاکستان کې ډېری افغانان له خپلو "کورونو تر بې برخې کېدو وروسته له نامعلوم برخلیک او بې وزلۍ" سره مخامخ دي.
د نوموړي په خبره، هغه مرستې د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فېډراسیون ته ورکوي چې په افغان کډوالو یې ولګوي.
پاپاکونستانتینو په بل بیان کې لیکلي دي چې په پېښور کې یې د خیبر پښتونخوا له مشر یا چیف سېکرټر شهاب الله خان سره ولیدل او ورسره یې په هغه صوبه کې د افغانانو پر وضعیت خبرې وکړې.
نوموړي ویلي چې اروپايي ټولنه له افغانانو سره "بشري مرستو ته ژمنه" ده.
پاپاکونستانتینو د اپرېل پر ۲۵مه په یو بل بیان کې زیاته کړې چې په پېښور کې یې له هغو افغانانو سره لیدلي چې اروپايي ټولنه ورسره مرسته کوي.
تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي ول چې د جاپان حکومت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره درې مېلیونه ډالر ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل له پیل راهیسې د افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی. وفاقي حکومت وايي، د اپرېل پر ۱۸مې یې تر ۸۵،۰۰۰ زیات بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي افغانان هېواد ته لېږدولي ول.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه مهال د ورستنو شویو وګړو شمېر شاوخوا ۷۱،۰۰۰ ښوولی وو.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ورکړي ارقام نه شي تاییدولای.
په تېرو اونیو کې ګڼو افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې له پاکستانه د ایستل کېدو پر مهال په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخېږي. له پنجاب او سینده ایستل شوي افغانان داراز د چارواکو د ناسمې رویې شکایت هم کوي.
خو د پاکستان چارواکو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه رد کړي ول او ويلي يې ول چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنوي.
داراز، په وروستیو کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر وروسته د طالبانو حکومت وویل چې اسلام اباد د افغان کډوالو د ستونزو هواري او د هغوی د "شکایتونو اورېدو" لپاره د "جدي اقداماتو" کولو ژمنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۲۰مه له خپل پاکستاني سیال او د هغه هېواد د وزیراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبري وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې یوه ورځ وروسته پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل، ډار متقي ته خبر ورکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل کولو لپاره "کنټرول خونه" ایجادوي او د هغوی د شکایتونو اورېدو لپاره ځانګړې ټېلېفوني شمېرې هم فعالوي.
اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه په یو ورځني سفر کابل ته تللی وو او هلته یې د متقي تر څنګ د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره ولیدل.
متقي په کابل کې له ډار سره د پلاويو پر کچ د ليدنې پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اخراج "ژوره اندېښنه او خواشیني" څرګنده کړې وه.
خو د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.