د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي مشران وايي پوځي چارواکو د تیرا پېښه کې د ککړو سرتېرو ضد "د قانوني کاروایۍ" باور ورکړی دی

تازه شو

په تیرا کې تر پېښې وروسته ګڼو خلکو د جولای پر ۲۷مه په جمرود کې پر باب خیبر مظاهره وکړه - انځور له ارشیفه.
په تیرا کې تر پېښې وروسته ګڼو خلکو د جولای پر ۲۷مه په جمرود کې پر باب خیبر مظاهره وکړه - انځور له ارشیفه.

د خیبر ضلعې په تیرا میدان کې د ځايي خلکو د وینا له مخې "د امنیتي ځواکونو په ډزو" یوشمېر کسانو ته د مرګژوبلې تر اوښتو وروسته پوځي افسرانو له ولسي مشرانو سره خبرې کړې دي او په پېښه کې یې د ککړو سرتېرو پر ضد "د قانوني کاروایۍ" باور ورکړی دی.

په جرګه کې شریکو مشرانو د جولای پر ۲۷مه شپې مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پوځي چارواکو دوه ورځې وړاندې د هاوان یا مارټر مرمۍ په پېښه کې د یوې ماشومې پر وژل کېدو هم بخښنه غوښتې ده.

دا جرګه تر هغې څو ساعته وروسته وشوه چې د عیني شاهدانو او ولسي مشرانو په وینا، په تیرا میدان کې امنیتي ځواکونو د پوځیانو مرکزي دفتر (برېګېډ هېډکوارټر) مخې ته پر مظاهرچیانو ډزې وکړې چې پکې پینځه تنه ووژل او ۱۵ ژوبل شو.

هغوی د موضوع حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې مظاهرچیانو له پوځه غوښتل چې د وسلوالو پرضد په عملیاتو کې دې د ولسي ابادۍ خوندیتوب باوري کړي.

یو عیني شاهد وايي، مظاهرچیانو نعرې وهلې او د پوځي مرکز ساحې ته ننوتي ول چې سرتېرو هوايي ډزې وکړې. د هغه په وینا، دې کار خلک وپارول او احتجاج په تاوتریخوالي بدل شو.

یوشمېر مظاهرچیان وايي چې امنیتي سرتېرو ورباندې مستقیمې ډزې وکړې او ځینې کسان یې هم نیولي دي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، مظاهرچیانو په سیمه کې د روغتیا یو لنډمهالی مرکز هم سوځولی دی.

تر پېښې وروسته په پاکستان کې یوشمېر شخصي ټېلېوېژن چینلونو پر ټولنیزو شبکو داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې وسلوالو پر مظاهرچیانو برید کړی او ورته یې مرګژوبله اړولې.

خو د خیبر سیاسي او مدني فعالانو هغه راپورونه او دعوې رد کړې او و یې ویل چې خلک د "امنیتي ځواکونو په ډزو" لګېدلي.

تر پېښې څو ساعته وروسته د خیبر سیاسي او مدني فعالانو او ګڼو اوسېدونکو په جمرود کې د خیبر له وره (باب خیبر) سره احتجاج وکړ.

په خیبر کې پوځي چارواکو لا هم د مظاهرچیانو او مشرانو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر پېښې وروسته یې د قومي مشرانو جرګه وربللې وه.

د جرګې یو غړي مولانا شمس الدین تر ناستې وروسته مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، پوځي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د وژل شویو مظاهرچیانو کورنیو ته ۱۵، ۱۵ لکه او د ژوبلو هغو ته سړي سر ۲۰۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د وژل شویو کورنیو ته د "یو کروړ" او ژوبلو ته "د ۲۵، ۲۵ لکه روپیو ورکولو ژمنه" کړې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت د جولای پر ۲۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې د تیرا پر پېښې "سخت خپګان" ښوولی دی.

بیان زیاتوي، اعلاوزیر د قبایلي مشرانو او ولسي استازو یوه جرګه پېښور ته وربللې چې د هغوی له دریځه خبر شي.

د وژل شویو او ژوبلو د کورنیو دریځ لا معلوم نه دی خو د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، یوشمېر مشران تیرا ته ځي او هلته له اغېزمنو کورنیو سره ګوري، هغوی چې هره مشوره ورکړه، له مخې به یې "احتجاجي پلان" تیار کړي.

دی وايي، یوشمېر ولسي مشران له اعلاوزیر سره په جرګه کې ګډون کوي او ورسره خپلې اندېښنې او دریځ شریکوي.

اپرېدی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شویو او ژوبلو کورنیو به د تاوان پیسو اخیستو ته تیار شي او که نه ځکه چې یوازې قومي مشرانو له پوځي چارواکو سره لیدلي دي او خبرې یې ورسره منلې دي.

د تیرا اوسېدونکي وايي د عملیاتو پر مهال کډه نه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

هاشم خان اپرېدی وايي، د سیاسي اتحاد مخکښ مشران غواړي چې د زیانګالو دریځ معلوم کړي.

دی زیاتوي چې د وژل شویو کسانو جنازې د جولای پر ۲۷مه وشوې او په تیرا کې خاورو ته وسپارل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرا کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او پکې وخت په وخت د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښتې کېږي چې پکې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

ځايي خلکو تر دې مخکې هم د ناامنۍ او په نښتو او عملیاتو کې د ولسي مرګژوبلې او مالي تاوانونو پرضد مظاهرې کړې دي.

د تیرا میدان اوسېدونکو د جولای پر ۲۳مه د مظاهرې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر مشر نور ولي مسید غږ وکړ چې خپل وسلوال دې له خلکو څخه د عشر په نوم له باج اخیستو وګرځوي او ولس دې نه ځوروي.

په همدې حال کې ځايي خلک وايي چې امنیتي چارواکو ورته د وسلوالو پرضد د "موثره" عملیاتو لپاره د خپلو کورونو پرېښودو امر کړی دی.

تر اوسه په سیمه کې د ممکنه عملیاتو نېټه معلومه نه ده خو د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ډي اېم اېم) وايي، د خیبر د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) په امر یې له تیرا څخه د خلکو د ایستلو تیاری پیل کړی دی. هغه اداره وايي چې د شاوخوا ۹۴،۰۰۰ کسانو د کډوالېدو امکان دی.

خو ځايي وګړي وايي، کورونه نه پرېږدي او سیاسي او مدني فعالانو د جولای پر ۱۱مه په باړه بازار کې د "تیرا امن جلسې" په نوم په غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د عملیاتو پر ځای دې د امنیت لپاره متبادله لاره ولټوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پولیسو د جولای پر ۲۵مه د سوات په بريکوټ کې د عملیاتو پر مهال د درې مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG