د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې د طوفاني باران پر مهال پېښو ۶ تنه وژلي، ۴۶ یې ژوبل کړي دي


په سوات کې یو کس تر باران وروسته په کوڅه کې له سېلابي اوبو تېرېږي - د اګست ۱۵مې انځور.
په سوات کې یو کس تر باران وروسته په کوڅه کې له سېلابي اوبو تېرېږي - د اګست ۱۵مې انځور.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې د شړکنده باران او طوفان پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۴۶ ژوبل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشر فصیح الله د اګست پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د خالي (شنبې) پر ماخوستن په طوفاني باران کې د یوشمېر کورونو بامونه پرېوتل چې خلکو ته یې مرګژوبله واړوله.

دی وايي، بارانونو او طوفان ډېر زیان د ډېره اسماعیل خان تحصیل په شاوخوا او پهاړ پور کې اړولي دي.

فصیح الله وايي، مرستندویه کارکوونکي وار له مخه تیار ول او له اغېزمنو سره مرستې کوي.

د ډېره اسماعیل خان ضلعي روغتون د بیړنیو طبي خدماتو څانګې یو چارواکي عمیر خان مشال راډیو ته وویل، له شپې راهیسې یې د اګست ۲۴مې تر سهار پورې ۴۶ ژوبل کسان ورلېږدول شوي ول چې زیاتره یې تر درملنې وروسته کورونو ته ولېږدول خو اته کسان لا هم په روغتون کې بستر دي او د ځینو روغتیايي وضعیت خراب دی.

د سیمې اوسېدونکی محمد زوهېب وايي، په ټول ژوند کې یې داسې سخت طوفان نه وو لیدلی. دی وايي، سیلۍ یې د کور د لمرینې یا سولر برېښنا ښیښې ماتې کړې.

په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې سختو بارانونو او سېلابونو د خیبر پښتونخوا یوشمېر برخې ځپلې دي.

د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۲۱مه په بیان کې وویل، په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو سېلابونو کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰۰ ته لوړ شوی چې پکې تر ۲۰۰ زیات یوازې د بونېر اوسېدونکي ول.

اداره وايي، ورښتونو او سېلابونو څه باندې ۱،۶۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې له اغېزمنو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړی دی.

د اعلاوزیر د روغتیايي خدماتو سلاکار احتشام علي د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په اغېزمنو ضلعو کې یې له ۱۵۰،۰۰۰ څخه تر ۱۶۰،۰۰۰ پورې کسانو ته دواګانې او د روغتیا اړوند نور سامانونه لېږدولي دي.

ده وویل، په هغو ځایونو کې یې ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه پرانیستي دي.

اخوا په يوشمېر سېلاب ځپلو سيمو کې خلک ګیله کوي چې لا هم حکومتي مرستې نه دي وررسېدلي. دوی وايي، په ډېریو سیمو کې رضاکاران او ناحکومتي سازمانونه له خلکو سره مرسته کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۲۰مه د بونېر او سوات په ګډون یوشمېر سېلاب ځپلې سیمې ولیدې او خلکو ته یې د مرستو ډاډ ورکړ.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور هم ویلي چې حکومت یې له سېلاب ځپلو سره "هر ډول مرستې ته تیار" دی.

پي ډي اېم اې د اګست پر ۱۷مه وویل، "۸۹ ټرکه مرستندویه توکي یې بونېر، باجوړ، سوات او شانګلې ته لېږدولي" دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو (په هندۍ کې بادو بلل کېږي) میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

په تېرو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د پاکستان په مختلفو برخو کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG