د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې په ختیز امور سیمه کې یوه مساپر لېږدوونکې الوتکه پرېوتې ده


د روسۍ الوتکې پرېوتو له ځایه لوګي خېژي - د جولای ۲۴مې انځور.
د روسۍ الوتکې پرېوتو له ځایه لوګي خېژي - د جولای ۲۴مې انځور.

د روسیې د ملکي دفاع وزارت وايي، د هېواد په ختیځ کې یوه مساپر لېږدوونکې الوتکه پرېوتې ده.

د جرمني خبري اژانس د وزارت د بیان په حواله وايي، د الوتکې ټوټې یې د چین پولې ته له نېږدې پراته وړوکي ښار تیندا څخه شاوخوا ۱۵ کېلومیټره لیرې په ځنګل کې موندلې دي.

د فرانسې خبري اژانس د سیمې والي واسیلي اورلوف له خولې وايي، انتونوف اېن – ۲۴ الوتکه د جولای پر ۲۴مه د روسیې په ختیزه امور سیمه کې له بلاګووېشچېنسک ښاره د تېندا پر لوري روانه وه چې له راډاره ورکه شوه.

اژانس وايي، نوموړي پر ټېلېګرام په بیان کې لیکلي چې په الوتکه کې ۴۹ کسان سپاره ول.

اېتار تاس او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو د بیړنیو خدماتو ادارې په حواله ویلي دي چې له هغو کسانو څخه یې پینځه ماشومان او شپږ د الوتکې د عملې غړي ول.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د روسیو رسنیو په حواله ویلي دي چې د ځای له لومړنۍ هوايي معاینې ښکاري چې په پېښه کې ښايي څوک ژوندي نه وي پاتې.

تر اوسه د الوتکې د پرېوتو لامل معلوم نه دی خو د روسیې انټرفیکس اژانس د بیړنیو خدماتو ادارې د سرچینو، چې نومونه یې نه دي ښوولي، له خولې ویلي چې د پېښې پر مهال په سیمه کې موسم خورا خراب وو.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس زیاتوي چې روسیو چارواکو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG