د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د خپل استازي مسکو ته تر سفر وروسته ویلي له پوتین سره یې د لیدو "ښه موقع" برابره شوې ده

تازه شو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښي لوري ته) او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ - انځور له ارشیفه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښي لوري ته) او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ - انځور له ارشیفه.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، په مسکو کې یې د منځني ختیځ چارو لپاره د ځانګړي استازي سټیف وېټکوف او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمینځ په ناسته کې "خورا پرمختګ" شوی دی او دا چې ښايي ژر له پوتین سره وویني.

نوموړي د اګست پر شپږمه وویل، "ښه موقع برابره شوې چې ډېر ژر یوه غونډه وشي." تر دې لږ ساعت مخکې د ټرمپ ویاندې ویلي ول چې نوموړی پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو له پوتین سره لیدو ته تیار دی.

د نوموړي ویاندې کیرولین لیوېټ په بیان کې ویلي ول چې روسانو له "ولسمشر ټرمپ سره د لیدو لېوالتیا ښوولې" او زیاته یې کړه چې نوموړی له پوتین او د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره لیدو ته چمتو دی.

تر دې وروسته ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتین د غونډې په بدل کې کوم وړاندیز کړی دی او که نه، تفصیل ور نه کړ خو یوازې یې دا وویل چې استازي یې له روسي ولسمشر سره "ډېرې ګټورې خبرې کړې دي."

سټیف وېټکوف د اګست پر شپږمه په مسکو کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل. دا ملاقات تر هغه ضرب الاجل دوه ورځې مخکې وشو چې سپینې ماڼۍ مسکو ته د اوکراین پر وړاندې د جګړې درولو یا له اضافي بندیزونو سره د مخامخېدو لپاره ټاکلی وو.

د اروپايي ټولنې یوې لوړپوړې سرچینې مشال راډیو ته وویل، د ټرمپ او پوتین "شخصي لیدنه" د تیارېدو په حال کې ده.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼې او سي اېن اېن ټېلېوېژن د باخبرو چارواکو په حواله ویلي چې ټرمپ پلان لري چې راتلونکې اونۍ له پوتین سره وګوري او بیا غواړي چې له پوتین او زېلېنسکي سره درې اړخیزه غونډه وکړي. البته تر اوسه د غونډې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه شته.

په همدې حال کې روسیې او اوکراین د یو بل پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، د اګست پر شپږمه یې شپې مهال د روسیې ۸۹ ډرونونه "ویشتلي یا شنډ کړي" دي خو ۲۳ بې پیلوټه الوتکو ۱۱ ځایونه په نخښه کړي دي.

هوايي ځواک وايي، په دنیپرو ښار کې په ډرون برید کې څلور تنه ژوبل شوي دي.

اوکراینیو چارواکو او نړیوالو چارواکو په پرله پسې توګه روسیه د جنګي جرمونو ترسره کولو په تور تورنه کړې ده. راپورونه وايي، مسکو په "منظم ډول" د اوکراین ملکي بېخبنا (انفراسټرکچر) لکه ښوونځي، روغتونونه او د برېښنا تاسیسات په نخښه کوي.

اخوا انټرفیکس خبري اژانس د اګست پر اوومه د روسیې د دفاع وزارت له خولې وویل، ۸۲ اوکرایني ډرونونه یې ویشتلي دي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي مسکو ته د وېټکوف تر رسېدو څو ساعته مخکې پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي ول، "روسان اوس د خپلو بریدونو د لا شدیدولو هڅه کوي."

د اګست پر شپږمه سهار روسیې د یو تفریحي ځای په ګډون د زپورېژیا پر یوشمېر برخو هوايي بریدونه وکړل. د سیمې د پوځي انتظامیې مشر ایوان فېدوروف پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي چې په بمبارۍ کې دوه تنه ووژل او د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ژوبل شول.

ټرمپ چې په وروستیو کې یې د پوتین په اړه د خورا مایوسۍ څرګندونه کړې، تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې پر مسکو به نور "بندیزونه ولګوي" خو زیاته یې کړه چې روسیه په "چالاکۍ" "له بندیزونو د ځان په ژغورلو کې خورا ښه" ده.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

XS
SM
MD
LG