د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: که مسکو د اوکراین پرضد جګړه و نه دروي نو "له خورا شدیدو پایلو" سره به مخامخ شي


ټرمپ د واشنګټن په کینېډي مرکز کې غونډې ته وینا کوي - د اګست ۱۳مې انځور.
ټرمپ د واشنګټن په کینېډي مرکز کې غونډې ته وینا کوي - د اګست ۱۳مې انځور.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر لیدو مخکې مسکو ته خبرداری ورکړی دی چې که د اوکراین پر وړاندې یې جګړه و نه دروله نو "له خورا شدیدو پایلو" سره به مخامخ شي.

نوموړي په دې اړه جزییات ور نه کړل چې که روسیه د اوکراین پر ضد خپله شاوخوا درې نیم کلنه جګړه ختمه نه کړي نو له کوم ډول پایلو سره به مخامخه شي، خو هغه دا خبره د اګست پر ۱۳مه تر هغې لږ ساعت وروسته وکړه چې یوشمېر اروپايي مشرانو او اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ورباندې ټینګار وکړ چې د اروپا او اوکراین اساسي امنیتي ګټې خوندي کړي.

زېلېنسکي د جرمني په کوربه توب په برلېن کې له ټرمپ سره په پرلیکه (انلاین) غونډه کې خبرې وکړې.

وروسته ټرمپ د اګست پر ۱۵مه د الاسکا له اینکرېج ښاره بهر د اېلمېنډورف - رېچرډسن په ګډه اډه کې له پوتین د سرمشریزې د هدف په اړه وویل، "موخه د جګړې ختمول دي."

د ټرمپ تر څرګندونو مخکې د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین وویل، له امریکايي مشر او د اروپا له لوړپوړو چارواکو سره یې انلاین غونډه "ډېره ښه" وه او د جرمني وزیراعظم فریدریښ مرڅ هم ویډيو کنفرانس "رغنده" وباله.

ټرمپ هم پرلیکه غونډه "ډېره ښه" وبلله او و یې ویل که له پوتین سره یې ناسته ښه وه نو بیا به له پوتین او زېلېنسکي دواړو سره دویمه چټکه لیدنه وکړي.

اروپايي مشران د الاسکا په ناسته کې د اوکراین پر شاملولو ټینګار کوي ځکه چې اندېښنې دي چې امریکا او روسیه په خپل سر داسې پرېکړې و نه کړي چې له مخې یې مسکو په خپله خوښه د اوکراین سرحدونه او سیمې وټاکي. د اوکراین شاوخوا ۲۰ فیصده خاوره اوسمهال د روسیو ځواکونو په کنټرول کې ده.

د دې لامل دا دی چې ټرمپ تېره اونۍ ویلي ول چې د سولې د موافقې لپاره اوکراین ښايي د خپلې خاورې یو څه برخه روسیې ته سپارلو ته اړ شي.

البته زېلېنسکي د اګست پر نهمه د امریکايي وړاندیزونو په غبرګون کې وویل، کییف هېڅکله خپله خاوره "غاصبانو" ته نه سپاري او اروپايي مشرانو هم د اوکراین "کلک" ملاتړ ته د دوام ورکولو هوډ تکرار کړ.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي تېره اونۍ رویټرز اژانس ته ویلي ول چې ټرمپ په الاسکا کې درې اړخیزه غونډې ته اماده دی، خو د روسي ولسمشر له غوښتنې سره سم، اوسنی پلان یوازې د ټرمپ او پوتین ترمینځ دوه اړخیز ملاقات دی.

پوتین تر اوسه له زېلېنسکي سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی. خو اوکراینی ولسمشر وايي له خپل روسي سیال سره لیدو ته چمتو دی.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

XS
SM
MD
LG