د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییلو له لوري د غزې ښار نیولو پلان په اړه بیړنۍ غونډه کوي

تازه شو

د اګست پر نهمه په تل ابیب کې ګڼو مظاهرچیانو په غزې کې د یرغملیانو انځورونه نیولي او د جګړې درولو غوښتنه یې وکړه.
د اګست پر نهمه په تل ابیب کې ګڼو مظاهرچیانو په غزې کې د یرغملیانو انځورونه نیولي او د جګړې درولو غوښتنه یې وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې ښار د نیولو په اړه د اسراییلو پر ارادې د بحث لپاره بیړنۍ غونډه وربللې ده.

د جرمني خبري اژانس وايي، د اګست پر ۱۰مه دا غونډه تر هغې دوه ورځې وروسته کېږي چې اسراییلۍ امنیتي کابینې هغه پلان تایید کړ. د اسراییلو دې اقدام پر نړیوال کچ غصه پارولې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش وايي، دا پلان په غزې کې د ۲۲ میاشتنۍ جګړې پر مهال "ترینګلتیا" په "خطرناکه" ډول زیاتوي.

رویټرز او اسوشيېټېد پرېس اژانسونو ویلي، د اګست پر نهمه شپې مهال په زرګونو اسراییلیانو په تل ابیب کې د یوشمېر لوړپوړو وزیرانو د هغه پلان پر ضد لاریون وکړ او "سمدستي" یې په غزې تړانګه کې د جګړې درولو او د ټولو یرغملیانو ازادولو غوښتنې وکړې.

د جرمني خبري اژانس وايي، د امنیت شورا اروپايي غړو ډنمارک، فرانسې، یونان، برېتانیې او سلووینیا په نیو یارک کې د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

جرمني، بریتانیا، اېټالیا، نیو زیلینډ او اسټرالیا په ګډه د اسراییلو له خوا د غزې ښار د نیولو پلان رد کړی دی. د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ بیان کې خبرداری ورکړی چې په ښار کې عملیات به بشري بحران لا ژور او د یرغمل شویو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي او په لوی کچ د ولسي وګړو د بې ځایه کېدو لامل کېدای شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د څه باندې دوه مېلیونه ابادۍ (نفوس) لرونکې غزې تړانګه د اسراییلو د محاصرې او جګړې له وجې له قحطۍ سره مخامخ ده.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۰،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله د تړانګې زیاتره برخه ویجاړه شوې او شاوخوا ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG