د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په صوبه کې د سولې او ثبات بیا راوستو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان سرکاري راډيو خبر ورکړی دی چې د خيبر پښټونخوا ګورنر دا څرګندونې د جون پر اتمه په خپله پلرنۍ سیمه ډیره اسماعیل خان کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي تور پورې کړی دی چې "په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف حکومت د قانون او نظم ساتلو او ښې حکومتولۍ په پلي کولو کې پوره ناکامه شوی دی."
فېصل کریم کنډي زیاته کړې چې "د صوبايي حکومت له خوا پر خنډونو باوجود به د ډيره اسماعيل خان نړیوال هوایي ډګر ډېر ژر پرانستل شي."
د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت د ګورنر د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې یې د نوموړي دې ته ورته بیانونه په سختۍ رد کړي دي.
دا هم وګورئ:
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۴ وسلوالو وژلو ادعا کويباجوړ کې د وسلوالو په ډزو ۴ پولیس ژوبل شوي ديدا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم له پیپلز ګوند سره د اړه لرونکي ګورنر فیصل کریم کنډي او د تحریک انصاف د مخکښ او اعلا وزیر علي امین ګڼده پور تر منځ ناندرۍ رامنځ ته شوې دي.
خو فیصل کریم کنډي دا تازه څرګندونې په داسي حال کې کړې دي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې لا پسې زياتې شوې دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ناحکومتي ادارې په خپاره کړي تازه رپورټ کې ویلي چې په دې ملک کې د وسله والو بریدونو پنځه فیصده زیات شوي دي.
یادې ادارې موندلې چې د اپرېل میاشتې پرتله په مې میاشت کې د وسلوالو فعالیتونه پنځه فیصده زیات ثبت شوي دي.
هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.