د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ناحکومتي ادارې په خپاره کړي تازه رپورټ کې ویلي چې په دې ملک کې د وسله والو بریدونو پنځه فیصده زیات شوي دي.
یادې ادارې موندلې چې د اپرېل میاشتې پرتله په مې میاشت کې د وسلوالو فعالیتونه پنځه فیصده زیات ثبت شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي چې په مې میاشت کې د وسلوالو لخوا په ترسره شويو ٨٥ بریدونو کې ٨٢ پېښې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوې دي. رپورټ لیکي چې په مې میاشت کې د عامو خلکو مرګژوبله هم زیاته شوې وه.
په دې رپورټ کې د وړاندې کړل شویو معلوماتو له مخې، په تېره میاشت کې د وسله والو په بریدونو کې ٥٢ امنیتي کارکوونکي، ٤٦ ولسي وګړي ، څلور د امن کمېټیو ولسي غړي، او ١١ وسلوال وژل شوي دي.
بل پلو د پوځ او پولیسو د عملیاتو پرمهال ٥٩ وسله وال او ٥ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ناحکومتي ادارې دا رپورټ زیاتوي چې په مې میاشت کې په بېلا بېلو بریدونو کې ١٣٠ ولسي وګړي ژوبل شوي دي. په اپرېل کې دا شمېره ۵۳ ښودل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه د بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د وسله والو فعالیتونه او بریدونه خورا زیات شوي دي.
په دې بریدونو کې د زیاترو زمه واري د پاکستاني حکومت له خوا ناقانونه او ترهګره ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي یا بي ایل اې منلې دي.
هغوی بیا د پاکستان پوځ د قیضه ګر په نامه یادوي او ځان د بلوچستان د ازادۍ مبارزین بولي. مشال راډیو د دواړو غاړو له خوا د یو بل پرضد په نښتو او عملیاتو کې د کېدونکو ادعا پخلی نشي کولای.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ناحکومتي ادارې دا رپورټ زیاتوي چې په مې میاشت کې په بلوچستان کي ٣٥، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کي ٢٢ او د خېبر پښتونخوا په پاتي بندوبستي ضلعو کي ٢٥ پیښي ثبت شوې دي.
د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو لا د دې څېړنیز رپورټ په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې ویلي چې دوی پر وسله وال برلاسي دي او د هغوی د ځپلو لپاره یې هدفي عملیات دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر سیمو کې ولسي خلکو هم په وار وار د ناامنیو پرضد د احتجاجونو پرمهال د پاکستان پر امنیتي ادارو تور پورې کړی چې د دوی په وینا د وسله والو پر فعالیتونو یې سترګې پټې کړې دي.
حکومت او پوځ بیا تل داسې تورونه رد کړي او وايي چې دوی د ملک پر هره برخه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.