د میرلي خلکو د پوځ ډرون برید کې د یو ځايي کس وژل کېدو خلاف پرلت وهلی

د میرلي خلک په ډرون برید کې د ماشومانو د وژل کېدو خلاف پرلت کې ناست دي - انځور مې ۲۴، کال ۲۰۲۵ز

په میرلي کې خلکو د ډرون بریدونو خلاف یو وارې بیا احتجاج پیل کړی دی.

دوی وروسته له هغې دا ګام واخیست چې د فبرورۍ په ۱۲مه یو بل کس د پوځ په ډرون برید کې له لګېدو وروسته ووژل شو. د سیمې خلک وايي دا کس د جون پر اتمه په حسوخېلو کې په یو ډرون برید کې ژوبل شوی وو چې د جون پر ۱۲مه یې ساه ورکړه. له هغې وروسته خلکو د نوموړي جسد د احتجاج په توګه کېښود او په پرلت کېناستل. دا پرلت د جون پر ۱۴مه هم روان دی او د سیمې مشران وايي، له دې پرته بله لاره نه لري چې د ډرون بریدونو خلاف یې وکاروي.

دا هم وګورئ: جنوبي وزيرستان کې ډرون بريد ۲۳ کسان ژوبل کړي دي

د احتجاجي مظاهرې یو مشر مفتي بیت الله چې د اتمانزیو د جرګې ویاند هم دی، د جون پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې له حکومت سره د مشرانو خبرې روانې دي خو تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

احتجاج کوونکي وايي، پوځ او وسلوال د یو بل پر ضد د ډزو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام نه کوي او اکثر د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پکې عام ولسي کسان د مرګژوبلې ښکار شي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر محمد یوسف کریم د جون پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې له احتجاج کوونکیو سره لګیا دی او د هغوی د ګیلو او شکایتونو د لرې کولو هڅه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پي ټي ای په خيبر پښتونخوا کې د ډرون بريدونو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده

د پاکستان پوځ تر اوسه په حسوخېلو کې په ډرون برید کې د ولسي کس د نخښه کېدو یا وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلی.

تر دې وړاندې د جون پر اتمه د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان د پوځ په یو ډرون برید کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دا هم وګورئ: شمالي وزيرستان کې د ډرون بريدونو خلاف احتجاج کوونکو پرلت پای ته رسولی دی

د مې په ۲۷مه ناوخته د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ځايي خلکو او د پولیسو د یوې سرچینې په وینا د پاکستان پوځ په ډرون برید کې لږ تر لږه ۲۳ ولسي کسان ژوبل شول.

تر هغه وړاندې، د جنوبي وزیرستان ځينو سياستوالانو، مدني فعالانو او اوسېدونکو د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په هغه ضلع کې په تېرو دوو کلونو کې ۴۰ ډرون بریدونه شوي دي چې سلګونه کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

تر هغې وړاندې د ځايي خلکو په وينا، د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د حافظ شاه فهد د کورنۍ څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم يې ژوبل شول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

شاه فهد وايي ښوونځي ته تلونکي ماشومان يې د سترګو په وړاندې ووژل شول

پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي ول او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې وې.

له پوځ او ضلعي انتظاميې سره تر څو ورځو مذاکراتو وروسته پرلتوالو د مې پر ۲۶مه هغه پرلت پای ته ورساوه او مړي يې ښخ کړل.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خیبر پښتونخوا کې پر ډرون بریدونو "ژوره اندېښنه" ښوولې ده.

کمېشن د مې پر ۲۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د بې‌ پېلوټه الوتکو په بريدونو کې د ماشومانو په ګډون د ولسي خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعاوې شوې دي.

دا هم وګورئ: عمران خان: په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو پر وژل کېدو خواشینی یم

کمېشن زياتوي چې د ډرون یو بريد د مې پر ۲۷مه په جنوبي وزيرستان کې هغه مهال وشو کله چې ځوانانو د والیبال لوبه کوله: "دا پېښه د سیمې د دوامداره ناامنۍ یوه غمجنه بېلګه ده."

د بشري حقونو خپلواک کمېشن پر مخ ليکي: "ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې عام خلک په دغسې پېښو کې د تصادفي زیان ښکار کېږي. اېچ ار سي پي د دغو تکرارېدونکو پېښو د ژر او شفافو پلټنو غوښتنه کوي او له رياسته غواړي چې په جنګ ځپلو سیمو کې د ولسي خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځوي."

بلخوا ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په خيبر پښتونخوا کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.