د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن (اېچ ار سي پي) د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر زياتو شويو ډرون بریدونو "ژوره اندېښنه" ښوولې ده.
کمېشن د مې پر ۲۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د بې پېلوټه الوتکو په بريدونو کې د ماشومانو په ګډون د ولسي خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعاوې شوې دي.
کمېشن زياتوي چې د ډرون وروستی بريد د مې پر ۲۷مه په جنوبي وزيرستان کې هغه مهال وشو کله چې ځوانانو د والیبال لوبه کوله: "دا پېښه د سیمې د دوامداره ناامنۍ یوه غمجنه بېلګه ده."
د بشري حقونو خپلواک کمېشن پر مخ ليکي: "ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې عام خلک په دغسې پېښو کې د تصادفي زیان ښکار کېږي. اېچ ار سي پي د دغو تکرارېدونکو پېښو د ژر او شفافو پلټنو غوښتنه کوي او له رياسته غواړي چې په جنګ ځپلو سیمو کې د ولسي خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځوي."
د پاکستان پوځ او مرکزي حکومت لا تر اوسه د اېچ ار سي پي د بيان په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي دي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو خونديتوب ته پام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د مې په ۲۷مه ناوخته د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ځايي خلکو او د پولیسو د یوې سرچینې په وینا د پاکستان پوځ په ډرون برید کې لږ تر لږه ۲۳ ولسي کسان ژوبل شول.
تر هغه وړاندې، د جنوبي وزیرستان ځينو سياستوالانو، مدني فعالانو او اوسېدونکو د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په هغه ضلع کې په تېرو دوو کلونو کې ۴۰ ډرون بریدونه شوي دي چې سلګونه کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
تر دې وړاندې د ځايي خلکو په وينا، د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د حافظ شاه فهد د کورنۍ څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم يې ژوبل شول.
پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي ول او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې وې.
له پوځ او ضلعي انتظاميې سره تر څو ورځو مذاکراتو وروسته پرلتوالو د مې پر ۲۶مه هغه پرلت پای ته ورساوه او مړي يې ښخ کړل.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د پرلت مشران یې مطمین کړل او باور یې ورکړ چې پوځ او حکومت به د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال د عام ولس خوندیتوب ته "جدي" پاملرنه کوي.
بلخوا د روانې مې مياشتې په نيمايي کې د جانېخیلو ولس په بنو کې د هغه ډرون بريد پر ضد پرلت وهلی وو چې په يو کور کې یې ۱۵ ماشومان ژوبل کړل. خو تر يوې اونۍ احتجاج وروسته ورسره ځايي انتظامیې مذاکرات وکړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسي وګړيو خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي. بلخوا پوځ ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو خونديتوب ته پام کوي.
بلخوا ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په خيبر پښتونخوا کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.