د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي او سیاستوال وايي د پاکستان پوځ په ۲ کالونو کې ۴۰ ډرون بریدونه کړي

تازه شو

پاکستاني پوځيان په جنوبي وزیرستان کې د عملياتو په وخت - انځور له ارشیفه
پاکستاني پوځيان په جنوبي وزیرستان کې د عملياتو په وخت - انځور له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان سياستوالان، اوسېدونکي او سیاستوالان وايي چې په هغه ضلع کې په تېرو دوو کالو کې ۴۰ ډرون بریدونه شوي دي.

د بر جنوبي وزيرستان د سياسي ګوندونو د اتحاد مشر ملک سعيد انور د مې په ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې په هغو حملو کې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي. نوموړی ادعا کوي چې تر اوسه د پاکستاني پوځ په دې ډرون الوتکو کې هېڅ وسله وال نه دی زیانمن شوی.

د هغه په وينا پر کورونو د ډرون او مارټر حملو کې تر دې دمه يو وسله وال نه دی وژل شوی. "د پوځ لخوا پر کورونو دې ډرون بريدونو يا مارټر ګوليو توغولو کې مېرمنو او ماشومانو ته مرګژوبله اوړېدلې. تر اوسه پکې یو طالب نه دی وژل شوی. په سرا روغه کې ۱۵ عام ولسي وګړي ژوبل شول. په وچ خوړ کې په جومات ډرون بريد وشو چې پکې یو سپين ږيری په کې ووژل شو. وړمه ورځ په شابوزو کې درې ماشومانې چې سکول ته تللې، په ډورن بريد کې ژوبل شوې. موږ له رياست او پوځ غواړو چې ډرون حملې بندې کړئ يا داسې څوک ماهر کس وګورئ چې د عام خلکو پر ځای وسله وال په نښه کړي."

ملک سعيد انور وايي د دې ډرون بريدونو له وجې که يو خوا د سيمې په لسګونه اوسېدونکي په بدني توګه معذوره شول نو بلخوا بيا ځيني ذهني ناروغان هم شول. د هغه په وينا خلک هر وخت په دې وېره کې وي چې ښايي پر کور یې ډرون یا مارټر ګولۍ راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د پوځ لخوا د هوان (مارټر) او ډرون بریدونو پېښې زیاتې شوې دي. خلکو د هغو حملو پد ضد مظاهرې هم کړې دي.

د جنوبي وزيرستان په سره روغه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر شيرزاده مسيد وايي چې پخوا به کله امريکې ډرون بريدونه کول نو تحريک انصاف به یې پر ضد احتجاجونه کول خو اوس چې په خيبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف خپل حکومت دی، پر دې ډرون بریدونه خاموشه دي چې د پاکستان پوځ یې کوي. "د تحريک انصاف بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان به نړۍ ته په وار وار دا کيسه کوله چې په ډرون حملو کې بي ګنا ښځې او ماشومان مري. نو اوس دې هم په خیبر پښتونخوا کې د هغه واکمن ګوند، دغه خبره وکړي."

بلخوا د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزيرستان استازي او د تحريک انصاف غړي زبېر وزير د مې په ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې دویپه ډرون بريدونو کې د ولسي مرګژوبلېغندنه کوي. هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې خبرې کړې دي. "دا زموو د تحريک انصاف پاليسي وه چې تاسو په ضم شوو ضلعو يا نورو سيمو کې غټ پو ځي عمليات مه کوئ. موږ ويل چې د وسله والو پرضد هدفي عمليات وکړئ چې دارنګ خلک کډوال نشي. ډرون د دې هدفي عملياتو کړۍ ده خو موږ وليدل چې په دې بريدونو کې بې ګنا ولسي خلکو ته مرګژوبله اوړېدلې ده. نو زموږ پر دې خبرې روانې دي چې په ډرون بریدونو کې دې بې ګنا په نښه نه شي."

د پاکستان پوځ او د جنوبي وزيرستان ځايي انتظامیې تر دې دمه د ځايي خلکو د دعوو او اندېښنو په غبرګون کې په رسمي ډول څه نه دي ويلي. خو د ضلعي انتظامې یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سيمه کې د وسله والو ضد عمليات روان دي او د ولس د خونديتوب خيال ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG