د اورکزو قامي مشران وايي، حکومت دې په سیمه کې امنیت ټینګ کړي خو خلک دې د عملیاتو په پلمه یو وارې بیا کډو بارولو ته نه مجبوروي.
دوی دا څرګندونې د جولای په ۲۵مه په ډبوري کې په یوه جرګه کې وکړې چې د اورکزو ضلعې د ټولو قامونو مشرانو پکې ګډون کړی وو. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د امنیت ساتلو لپاره دې پولیس وګوماري او عملیات دې نه کوي.
د سیمې یو مشر ملک محمد ایاز جرګې ته د وینا پر مهال وویل، "دوی (حکومت) موږ ته ۱۵ کاله وړاندې هم ویلي وو چې تاسو سیمه پرېږدئ، پوځ دلته د امن راوستلو لپاره عملیات کوي خو دلته امن تراوسه رانغلو."
هغه وړاندې وویل، پوځ د امنیت او طالبان د شریعت راوستلو لپاره جنګېږي خو تر اوسه امنیت او شریعت دواړه نه دي راغلي.
نوموړي زیاته کړه چې د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولس تر ټولو زیات زیانونه لیدلي دي او نور یې وس نه کېږي چې بې کوري وزغمي او نورو سیمو ته کډه وکړي.
مدني فعال نجیب الرحمان اورکزي جرګې ته د وینا پر مهال د اوکزو په اړه د حکومت په پالیسۍ نیوکې وکړې او ویې ویل، ځیني قوتونه غواړي چې د قبایلو پر وسایلو قبضه وکړي. هغه پر وسلوالو ډلو او حکومت دواړو غږ وکړ چې د اورکزو له مشرانو سره دې جرګې ته کېني. هغه وړاندې وویل، "زما لانجه له هغه چا سره ده چې مارټر ګولې راباندې وروي (اشاره یې پوځ ته وه) او زما لانجه له هغه چا سره ده چې له ما نه سر پرې کوي (اشاره یې وسلوالو ته وه) او زه حکومت او طالب دواړو ته وایم چې راسره کېنه او په دلایلو خبره وکړه چې ستاسو ترمینځ په جنګ کې زه ولې متاثره شم او کډې وکړم."
د سیمې یو مذهبي مشر مولانا زینت الله جرګې ته د وینا پر مهال وویل، په سیمه کې د تعلیم محکمې د علي خېلو او ملاخېلو سرکاري سکولونو ښوونکو ته امر کړی دی چې د کوزې او مرکزي کورمې سکولو ته دې لاړ شي. د نوموړي په وینا حکومت د ممکنه عملیاتو لپاره دغه سکولونه خالي کول غواړي خو خلک یې ورسره نه مني.
د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې د یادو سیمو د سکولونو د تړلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پر مهال لیدل شوي چې د پاکستان پوځ د سکولونو په ودانیو کې اړولې وه او د وسلوالو پر ضد یې عملیات کول.
دا په داسې حال کې ده چې د اورکزو په ډبوري او ځینو نورو سیمو کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او د وسلوالو او پوځ ترمینځ په جګړه کې د دواړو خواوو ترڅنګ اولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې د ګڼګوندیزې غونډې پر مهال ویلي وو چې حکومت یې په صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو" او د امنیتي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د حملو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې او روانه میاشت د صوبې په بېلابېلو برخو کې یوشمېر خونړي بریدونه وشول چې پرضد یې سیاستوالانو او ولسي وګړو پراخې مظاهرې، جلسې او د "امن پاڅون" په نوم غونډې وکړې.