پولیس وايي په سوات کې یې ۳ وسلوال وژلي دي

د سوات د پولیسو یو سرتېری د امنیت ساتنه کوي - د ارشیف انځور

د سوات پولیس چارواکي وايي، په بریکوټ سیمه کې د عملیاتو پر مهال درې وسلوال وژل شوي دي.

د سوات د پولیسو ویاند معین فیاض د جولای پر ۲۵مه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا عملیات د ضلعي پولیسو او د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) په ګډه ترسره کړي دي.

اعلامیه وايي، درې واړه وژل شوي کسان د ترهګرۍ په بېلابېلو مقدمو کې پولیسو ته مطلوب وو. پولیس وايي د وژلو شویو وسلوالو مړي یې د سیمې خلکو ته ښوولي دي.

وروسته د سوات د پولیسو مشر محمد عمر خان رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې دا مهال د سوات په ځینو برخو کې د وسلوالو ډلو خلاف عملیات روان دي. د نوموړي په وینا سوات ته د ننوتلو او له سواته د وتلو پر لارو د خلکو پلټنه کېږي او له دې یې موخه دا ده چې د سوات د امن خرابولو ته څوک پرېنښودل شي.

پولیسو دا نه دي ویلي چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې غړي وو. کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي. مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د سوات د پولیسو د ادعا پخلی نه شي کولی.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.