د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې په سوات کې شوې ولسي جرګې پر حکومت غږ کړی چې د ولس بنیادي ستونزې هوارې کړي.
د جون پر لومړۍ نېټه د سوات د کبل تحصیل په هزاره کې شوې "د سوات ولسي جرګه" کې پر ګڼو موضوعاتو خبرې شوې دي چې پکې د امن، د عامو خلکو د مځکو مبینه لاندې کېده، پر قدرتي وسایلو د ځايي ولس واک، د روزګار نیشتوالی او نور شامل وو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ کې شوې ده جرګه کې د سيمي د بيلا بيلو سياسي ګوندونو مشرانو او استازو، د جرګو مشرانو، د سوداګرو استازو او خبریالانو په ګډون ځايي ولس په ګڼ شمېر برخه اخیستې وه.
د جرګې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې حکومتي ادارې دې د سوات د ولس بنیادي مسلې هوارې کړي.
محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې دې ته ورته جرګې یې په نورو سیمو کې هم کړې دي او د ولس دا غوښتنې به د پاکستان واکمنو ته وړاندې کوي.
هغه وویل, "پښتانه پر خپلو وسایل اختیار نه لري، په ناامنیو کې پښتانه وژل کېږي، د روزګار لپاره نورو هیوادونو ته ځي."
ده زیاته کړه، "په سوات کې زمرد دي، په سوات کي باغات دي ليکن د سوات له ولس سره يي ظلم وکړ، هغوی په نورو سیمو کې پراته دي."
محمود خان اڅکزي وویل چې پښتانه د دوبۍ او کراچۍ په سرو غرمو کې مزدورۍ کوي خو مرکزي حکومت د دوی له سیمو وسایل وړي او بیا هم د ده په وینا، "بښتانه سړي تښتونکي او قاتلان بلل کېږي."
په سوات کې د جوړېدونکې موټروې له کبله د اغېزمنېدونکو خلکو د ټولنې ویاند اډوکېټ احمد خان جرګې ته په وینا کې وویل چې حکومت له چکدرې تر فتح پوره اتيا کلوميټره سړک جوړوي خو د عام ولس په لکونه کناله مځکه لاندې کوي.
ده وویل، " ودان کورونه ترې متاثره دي، د کروندې مځکې ترې لاندې شوې دي نو ځکه جرګه ته دا ستونزې وړاندې کوو."
نوموړي بیا مشال راډیو ته وویل چې یوازې د سوات موټرې نه ده بلکې په کانجو کې ټاون شپ جوړ شوی، پوځي هوايي ډګر جوړ شوی، ايف سي کېمپ جوړ شوی، تاڼه ده، په بيلا بيلو طریقو مځکې لاندې شوې دي."
په جرګه کې شريک د مټې تحصيل د "تحريک مظومان" نومي ټولنې جنرل سيکرټري خان زمان په خپله وینا کې پر دې موضوع رڼا واچوله چې څنګه هلته حکومت له خلکو مځکې اخلي او د ځنګونو محکمې ته یې ورکوي.
هغه وویل، "په ګڼو کلیو کې حکومت د خلکو پر مځکو نښې کړې دي چې هلته به نه ودانۍ جوړوئ او نه به کرونده کوئ ګني مقدمې به درباندې جوړې شي."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي ویاند طالمند خان مشال راډيو ته وويل چې د جرګې په اعلامیه کې تر ۲۰ زیاتې نقطې دي.
ده وویل، "خلاصه يې دا ده چې اولنی امنيت او د خلکو د سر او د مال تحفظ او دلته چې کوم وسايل دي د هغه ساتنه او د ولس پرې اختيار غواړو."
نوموړي وویل چې د ولس دا غوښتنې به د رسنیو له لارې او هم په لیکلې بڼه د پارلمان غړو ته وړاندې کوي.
د جرګې ګډونوالو د سوات پر ځنګلونو، لرغونو اثارو، د سوات پر سيند او پاکو اوبو، سيلګرۍ، پرمختیايي کارونو او ګڼ شمېر موضوعاتو تفصیلي ویناوې وکړې.
د صوبايي او مرکزي حکومت له خوا تر اوسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې شوې دې ولسي جرګه کې پر راپورته کړل شویو مسلو او څرګندونو لا غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
خو هغوی تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د دې لپاره پوره هڅه کوي چې په ټولو سیمو کې بې توپیره پرمختیايي کارونه وکړي.