په سوات کې ولسي پاڅون او عوامي نیشنل ګوند د ناامنۍ خلاف مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوات د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.
دا مظاهره د سېپټېمبر پر ۱۲مه د سوات د کبل تحصیل په چوک کې وشوه چې ورته د سیمې مشرانو او سیاسي شخصیتونو وینا وې وکړې. په مظاهره کې سلګونو کسانو ګډون وکړو.
دا مظاهره وروسته له هغې ترسره شوې چې د سېپټېمبر پر نهمه په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر جعفر خان په وسلوال برید کې ووژل شو.
مظاهرې ته د وینا پر مهال د عوامي نیشنل ګوند یو مشر شاه دوران وویل، "موږ د جعفر خان د وژنې پر ضد دا مظاهره کوو. د جعفر خان لوی قصور دا وو چې په سیمه کې یې د امن خبره کوله. هغه د سوات د پښتنو د حقونو او د هغوی د ماشومانو د سباوون خبره کوله نو شرخوښو ووژلو."
د مظاهرې ګډونوال - د سېټپېمبر ۱۲مې انځور
د سوات د ولسي پاڅون مشر افتاب خان د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې تر څو حکومت په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ کړی، دوی به د سوات په بېلابېلو برخو کې د مظاهرو لړۍ روانه ساتي. هغه وویل، "زموږ هغه مشران په نخښه کېږي چې د جرګو، مرکو او خبرو خلک دي او د امن لپاره غږ پورته کوي. موږ به د امن د راوستلو لپاره خپل غږ پورته کوو او تر هغې به مو مبارزه روانه وي چې حکومت د امنیت ټينګولو باور نه وي راکړی."
دا په داسې حال کې ده چې په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند د یو مشر جعفر خان له وژل کېدو وروسته د کبل تحصیل د پولیسو مشر (ډي اېس پي) امجد علي د سېپټېمبر پر ۱۰مه رسنیو ته ویلي وو چې د نامعلومو ملزمانو خلاف په سوات کې د ترهګرۍ ضد په ځانګړې تاڼې (سي ټي ډي) کې مقدمه درج شوې ده او پلټنې یې روانې دي خو تر اوسه یې څوک نه دي نیولي.
پر جعفر خان د برید ذمه واري چا نه وه قبوله کړې.
د سوات انتظامیې او پولیسو د تازه حالاتو په اړه څه تبصره نه ده کړې خو تر دې وړاندې د اګست په میاشت کې د سیدو شریف د کمیشنر په دفتر کې په یوه غونډه کې له سواته د صوبايي او قامي اسمبلۍ منتخبو استازو، د پولیسو مشرانو او انتظامي چارواکو ګډون کړی وو. د ملاکنډ ډویژن د پولیسو مشر (ډي ای جي) شېر اکبر خان هغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، خلکو ته باور ورکوي چې پولیس او امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امنیت ساتلو ته ژمن دي او د هر ډول حالاتو مقابله کولی شی.