د پاکستان هوا پېژندنې ادارې په خيبر پښتونخوا او نورو سيمو کې د بارانونو او سېلابونو د بلې لړۍ پیلېدو خبردارۍ ورکړی دی

پاکستان کې بارانونو او سېلابونو زښته ځاني او مالي زیانونه رسولي. انځور له ارشېفه

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د سېپټېمبر له ۱۵مې تر ۱۹مې پورې د هېواد په لوړو سيمو کې د باران، باد او تندرونو وړاندوینه کړې ده.

ادارې د ممکنه سیلابونو، ځمکې ښویېدو او کمزورو جوړښتونو ته د زیان رسولو خبرداری هم ورکړی دی.

ادارې د سېپټېمبر پر ۱۵مې په بیان کې ويلي چې له عرب سمندرګي د مينځني شدت باران ورونکي بادونه شمالي سیمو ته ننوځي چې د سېپټېمبر د ۱۵مې نیټې له ماښامه تر ۱۹مې پورې به دوام وکړي.

د بیان تر مخې په دير، چترال، سوات، کوهستان، شانګله، بټګرام، مانسهره، ايبټ اباد، هري پور، بونېر، مالاکنډ، باجوړ، مهمند، کوهاټ، پيښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، خيبر، اورکزو، کورمه او کوهاټ کې د بارانونو امکان دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بونیر د پیربابا بازار دوکانداران د خپل روزګار بیا پیلولو لارې چارې لټوي

خبر پاڼه زیاتوي چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه او ۱۹مه په دیر، سوات، شانګله، بونېر، کوهستان، مانسهره، ایبټ اباد، چارسده، نوښار، صوابۍ، مردان، مری، ګلیات، اسلام اباد، راولپنډۍ او کشمیر کې د ممکنه زیات باران کېدو له امله په سیمه ایزو خوړونو او سیندونو کې سېلابونه راتلای شي.

حکومت چارواکو ته حکم کړی دی چې د ممکنه ناورینونو د مخنيوي لپاره دې تیار اوسي او اړین ترتیبات ونیسي.

د پنجاب د طبیعي پیښو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) هم د سېپټېمبر له ۱۶مې تر ۱۹مې پورې د ټولو لویو سیندونو د اوبو رسولو په سیمو کې د مون سون بارانونو د ۱۱مې لړۍ راتلو خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې اداره وايي چې د سېپېتمېبر د ۱۵مې تر ۱۹مې شپې پورې په کشمير کې د بارانونو امکان شته او د سېپټېمبر په ۱۶مه او ۱۸مه د درنو اورښتونو احتمال شته ۔

د سېپټېمبر د ۱۶مې او ۱۹مې ترمينځ د ګلګت بلتستان په دیامر، استور، غذر، سکردو، هنزه، ګلګت، غانچه او شګر سيمو کې د بارانونو امکان دی ۔

د پنجاب او اسلام آباد په شمول په راولپنډۍ، اسلام اباد، مری، ګليات، اټک، چکوال او جهلم کې د سېپټېمبر ۱۶مې تر ۱۹مې پورې د باران او بادونو امکان شته.

بیان زیاتوي چې په منډي بهاؤالدين، ګجرات، ګوجرانواله، حافظ اباد، وزيراباد، لاهور، قصور، شيخوپوره، سيالکوټ، موسه کوټ او مايره کوټ، اټک، چکوال او جهلم کې د باران امکان دی. د دې ترڅنګ په ساهیوال، جهنګ، ټوبه ټیک سنګ او فیصل آباد کې د سپټمبر پر ۱۸ او ۱۹ د سختو اورښتونو امکان دی.

د سيند او بلوچستان ډیری برخې به تر ډیره حده وچې وي او په ساحلي سیمو کې به اسمان برګ وي.

د ادارې بیان وايي چې بادونه، ږلۍ او برېښنا کولای شي چې خټين کورونه، د اعلانونو لوحې، د برېښنا ستنې، موټرونه او د لمریزې انرژۍ تختې زیانمنې کړي۔

په خبرپاڼه کې د خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، مري، ګلیات او کشمیر په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویدنې خبرداری هم ورکړی دی.

ادارې خلکو، مسافرو او سیلانیانو ته سپارښتنه کړې چې غريزو سیمو ته له غیر ضروري تګه ډډه وکړي او د هوا د وروستي حالتونو په اړه دې تازه معلومات ساتي.

د موټروې پولیسو ویلي چې د جلال پور پیروالا ته نېزدې د سیلاب اوبو له امله د ملتان او سکهر ترمينځ موټروې (ايم ِ۵) ته د سيلاب له وجې زیان رسېدو احتمال دی ځکه موټروې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده ۔

د موټروې پولیسو ویاند سید عمران احمد په یوه بیان کې ویلي: "د شمال خوا ته تلونکي موټرونه به د اوچ شریف، جهنګره او جلال پور انټرچېنج څخه لیږدول کېږي ۔ جنوب ته تلونکې آرافیک د شاه شمس، شیرشاه او شجاع اباد سویل څخه بدیلو لارو ته اړول کیږي"

هغه زیاته کړه چې د نيشنل هايي ويز اتارټي (د لویو لارو ملي ادارې) کارکوونکي د سېلاب د اوبو د مخنیوي لپاره د شګو کڅوړې او ډبرې ځای پر ځای کوي ۔

د مظفرګړ ضلعې په علي پور تحصيل کې د عظمت پور، ملانوالۍ، بازواله، خانګره دومه، سرکي، مراد اباد، بنده اسحق، مدو والا، لټي مري، کندراله او سيت پور سيمو کې اوبه پرله پسې روانې دي او ګڼ کلي يې لاندې کړي دي.

دا هم وګورئ:

پنجاب کې د سېلابونو له وېرې ۱۵۰،۰۰۰ کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي د افغانستان په ۷ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دید اقلمي بدلون نړيوالې ادارې ۲۰۲۴ز کال تر ټولو تود کال ګرځولیپه چترال کې ځینو ښځو د سبزیو کښت پیل کړی

سربېره پردې د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مالوچو کرلو ټولې ځمکې د بارانونو او سېلابونو له امله اغیزمنې شوي دي ۔

د کاټن جنرز فورم مشر احسان الحق د سېپټېمبر پر ۱۴مه په یوه بیان کې ويلي دي چې پاکستان د هند د اوبو د تیري او ناڅاپي بارانونو له امله د خپل تاريخ تر ټولو لوی بحران سره مخ دی ۔

هغه وويل چې د فصلونو د زیان بشپړ حد په ځانګړې توګه د مالوچو د فصل، به د سپتمبر تر پای پورې روښانه نه شي ۔

د پاکستان د هوا پېژندنې ملي ادارې په دې هېواد د ممکنه بارانونو او سېلابونو خبردارۍ په داسې حال کې ورکړی دی چې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) څو ورځې وړاندې ويلي ول چې د جولای له میاشتې راغليو سېلابونو له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان وژلي چې ګڼې مېرمنې پکې شاملې دي. همداراز د د دې ادارې په وينا په ټول هېواد کې ۳۳ ميليونه خلک له سیلابونو اغیزمن شوي دي چې نيږدې نيمايي يې ښځې دي.

په پاکستان کې د جون په میاشت کې د وسې او ورپسې د پشکال د بارانونو او سېلابونو له وجې ځاني او ملي زیانونه اوښتني دي. تر ټولو زیات زیان سيند او بلوچستان او ورپسې په خيبر پښتونخوا کې رسېدلی دی. سيلابونو د پنجاب په جنوبي ضلعو کې هم تاوان رسولی دی.

د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل. داراز، د اګست پر ۲۳مه ماخوستن مهال په ډېره اسماعیل خان کې د طوفاني بارانونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او ۴۶ ژوبل شول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.