د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې تر خونړیو سېلابونو وروسته له ځپل شويو سره د مرستو ژمنه کړې ده.
په همدې حال کې چارواکي وايي، د وروستیو ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې تر ۱۵۰ زیات کسان لا هم ورک دي چې حکومتي کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو یې لټون ته دوام ورکړی دی.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) مشر اسفندیار خټک د اګست پر ۱۷مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د صوبې په مختلفو برخو کې له ۱۴مې نېټې راهیسې په پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۴۴ ته لوړ شوی دی.
خټک وايي، زرګونه ژغورونکي او ځايي وګړي تر ړنګو ودانیو او خاورو لاندې د مړو او ژوبلو لټون کوي.
دی وايي، روان باران مرستندویه او د ژغورنې عملیات خورا ستونزمن کړي دي.
پي ډي اېم اې د اګست پر ۱۶مه شپې ناوخته په بیان کې ویلي چې په سیمه کې به د باران سلسله د اګست تر ۲۱مې پورې روانه وي.
د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه سېلابونو تر ټولو زیات زیان د بونېر ضلعې بیشوڼۍ او شاوخوا کلیو ته اړولی دی.
خټک وايي، په بونېر کې "لږ تر لږه ۱۵۰" او په شانګله کې "لسګونه" کسان ورک دي چې د لټون چارې یې دوام لري.
د مرستندویه او ژغورنې چارو د ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال احمد فیضي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په بونېر کې لږ تر لږه ۲۰۸ تنه وژل شوي او سېلابونو له "۱۰ څخه تر ۱۲ پورې کلي جزوي" لاندې کړي دي.
خټک زیاتوي چې سېلاب د برېښنا ستنې او مزي هم لاهو کړي چې له وجې یې په بونېر کې بجلي نه شته او داراز د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ شبکه خرابه شوې ده.
اخوا د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اګست پر ۱۷مه په سوات کې د اوښتي زیان جاج اخیستی دی.
نوموړي وروسته خبري غونډې ته وویل، صوبايي حکومت ۱۹۰ اربه روپۍ خوندي کړې دي او له سېلاب ځپلو سره "هر ډول مرستې ته تیار" دی.
ده وویل، سېلابونو د صوبې په یوشمېر ضلعو کې لوی تاوانونه اړولي دي او حکومت په لومړي پړاو کې د خلکو ژغورلو او د هغوی د خوندي کولو هڅه کوي.
نوموړي دعوه وکړه چې وفاقي حکومت ورسره لا مرسته نه ده کړې. د پاکستان حکومت لا د ګنډه پور د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۵مه اړوندو ادارو ته له سېلاب ځپلو سره د مرستو امر کړی وو.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر تر سوات مخکې د اګست پر ۱۶مه بونېر ته ورغی. صوبايي حکومت پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه د نوموړي یوه ویډیو خپره کړې چې پکې هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د ژغورنې او مرستندویه چارې به دوام لري.
ګنډه پور له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې له ځپل شویو سره مالي مرسته کوي او د چا چې کورونه ړنګ شوي دي نو حکومت به ورته کورونه جوړوي.
پي ډي اېم اې د اګست پر ۱۶مه پر خپله فېسبوک پاڼه په بل بیان کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې تر سختو ورښتونو او سېلابونو وروسته بیړنی حالت اعلان کړی دی.
په همدې حال کې د سوات په مرکزي ښار مینګوره او نورو سیمو کې خلکو او حکومتي کارکوونکو تر سېلاب وروسته د پاکۍ یا صفایۍ چارو ته دوام ورکړی دی.
په سوات کې خلک تر سېلاب وروسته د پاکۍ چارې ترسره کوي - د اګست ۱۶مې انځور.
په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو (په هندۍ کې بادو بلل کېږي) میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.
هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.
په تېرو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د پاکستان په مختلفو برخو کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.