د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي په "ترهګرۍ ضد" مبارزه کې د بلوچستان حکومت "کلک ملاتړ" کوي

محسن نقوي په لاهور کې خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړی دی او ویلي یې دي چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.

نوموړی د جولای پر ۲۶مه کوټې ته ورغی او هلته یې له اعلاوزیر میر سرفراز بګټي، د بلوچستان د پولیسو له مشر معظم جاه انصاري او نورو امنیتي او ملکي چارواکو سره خبرې وکړې.

تر غونډې وروسته د بلوچستان حکومت پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې بګټي نقوي ته د صوبې پر امنیتي وضعیت معلومات ورکړل.

بیان وايي، نقوي په غونډه کې ټینګار وکړ چې وفاقي حکومت د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

حکومتي بیان زیاتوي چې اعلاوزیر بګټي وویل، "دولتي ادارې" په بلوچستان کې د امنیت لپاره په "پوره همغږۍ" کار ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وفاقي وزیر پر داسې مهال کوټې ته تللی چې په جولای کې په بلوچستان کې وسلوالو یوشمېر حملې وکړې.

د جولای پر ۱۹مه وسلوالو د پوځ یو افسر په کوټه کې د مقناطیسي یا چسپکي بم په چاودنه کې وواژه. بلوڅ بېلونتپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) پر مېجر محمد انور کاکړ د برید ذمه واري ومنله.

داراز، د جولای پر ۱۸مه په مستونګ کې د پولیسو پر یو ګاډي په برید کې د مرستیال ډي اېس پي په ګډون دوه پولیس ووژل او دوه ژوبل شول. د هغې حملې مسوولیت چا نه وو منلی.

د جولای پر ۱۶مه وسلوالو په قلات کې پر مساپر لېږدوونکي بس برید کړی وو چې پکې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او اووه ټپیان ول. بي اېل اې د حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې په قلات کې یې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په عملیاتو کې څلور مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پاکستان او بلوچستان حکومتونه او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.