چارواکي وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا د بر جنوبي وزیرستان له دوو سیمو څخه د یو سب انسپکټر په ګډون ۷ پولیس تښتولي او نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
د لدا تحصیل د پولیسو مشر هدایت الله مسید د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د جولای پر ۱۹مه درې پولیسو په لدې کې ګزمه کوله چې د سهار ۱۰ او ۱۱ بجو ترمینځ وسلوالو وتښتول. دی وايي، د سرتېرو موبایل یا ګرځنده ټېلېفونونه بند دي او پته یې نه لګي چې وسلوالو چېرې تښتولي دي.
د مسید په خبره، یو سب انسپکټر او درې سرتېري د جولای پر ۱۹مه په سروکۍ کې د ګرځبندیز پر مهال د خپلې دندې تر ترسره کولو وروسته تاڼې ته روان ول چې مازیګر د څلورو او پینځو بجو په مینځ کې وسلوالو وتښتول.
د سرتېرو د تښتولو ذمه واري چا نه ده منلې خو هدایت الله مسید زیاتوي چې مقدمه یې دایره کړې او پولیسو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې بر او کوز جنوبي وزیرستان کې امنیتي وضعیت خورا خراب دی چې پرضد یې خلکو وخت په وخت مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.
څو ورځې مخکې د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه کې سیاستوالانو او ولسي وګړو د ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلت وهلی وو چې د جولای پر ۱۸مه یې تر حکومتي ډاډ وروسته پای ته ورساوه.
د "متحده سیاسي امن پاڅون" په نوم د سیاستوالانو، فعالانو، ولسي مشرانو او د ګڼو ځايي اوسېدونکو ناسته د جولای پر ۱۱مه د واڼه له بایپاس سړک سره پیل شوې وه او احتجاجیانو هلته د تګ راتګ لارې تړلې وې.
د احتجاج مشرانو د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني ده، چاودنې او بریدونه کېږي او وسلوالې ډلې له خلکو باج غواړي چې دې هر څه یې ژوند ګران کړی او زښت یې اندېښمن کړي دي.
له جنوبي وزیرستان پرته د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد یې ځايي خلکو په بیا بیا احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او جرګې کړې دي.
خو حکومت ټینګار کوي چې د ناامنۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.
په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.