پولیس وايي له امنیتي سرتېرو سره یې په ګډه د بنو نورړ کې د وسلوالو ضد عملیات پیل کړي

په بنو کې پولیسو له امنیتي پلوه یوې حساسې سیمې ته تللې لاره تړلې او پهره کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو په نورړ سیمه کې یې له امنیتي ځواکونو سره د مشکوکو وسلوالو پرضد ګډ عملیات پیل کړي او هلته یې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.

د بنو د پولیسو دفتر خبریالانو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې عملیات د جولای پر ۳۱مه سهار پیل شوي او خلکو ته یې وینا کړې چې په کورونو کې دې پاتې شي.

بیان د سیمې اوسېدونکو ته ګواښ کړی دی چې که د وسلوالو مرسته یې وکړه یا یې ورته په کور کې پناه ورکړه نو پولیس به یې کور ړنګ کړي.

پولیسو دا نه دي ویلي چې عملیات او ګرځبندیز به تر کوم وخته دوام ومومي.

بیان زیاتوي چې د ضلعې د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي عملیات څاري. نوموړي دوه ورځې مخکې ویلي ول چې نورړ ته وسلوال ورغلي دي نو پرضد یې عملیات پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو درې ورځې مخکې د باجوړ په لوی ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې لسګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښودې او یوشمېر ګوندونو، فعالانو او ځايي اوسېدونکو د پوځي کاروایۍ مخالفت وکړ.

د بنو په نورړ او میریانو کې په وروستیو کې د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې دي.

د جولای پر ۲۶مه پولیسو او امنیتي ځواکونو په نورړ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

تر دې مخکې، د جولای پر نهمه وسلوالو په نورړ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) پر سرتېرو برید کړی وو او د هغوی ګاډی یې سوځولی وو. وروسته له وسلوالو سره په نښته کې یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.